افغانستان

کابل: د امنیه قومندان او ګارنیزون مشر دندې وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): لويي څارنوالې د کابل ګارنیزون مشر ګل نبي احمدزي او امنیه قومندان حسن شاه فروغ دندلې ځنډولي دي.

د لويي څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسنیو ته ویلي چې لويي څارنوالي په کابل کې د وروستیو بې امنیتیو او پر لاریون کوونکو باندي د ډزو په اړه تحقیقات پيل کړي دی، ځکه یې د دواړو امنیتي مسؤولینو دندې ځنډولي دي تر څو تحقیقات په سمه توګه تر سره شي.

ارګ هم د یوې اعلامیې په نشرولو سره د څارنوالي پرېکړه ستایلې او دا یې د بې پریو تحقیقاتو لپاره ښه ګام بللی دی.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي ارګ ته نیژدې سرچینو خبر ورکړی وو چې د کابل ګارنیزون ګل نبي احمدزي له دندې شړل شوی دی خو وروسته څرګنده شوه چې دا خبرونو حقیقت نه درلود.

د کابل په سفارتي سیمه وزیر اکبرخان کې د مئي میاشتي پر ۳۱ نېټه لویه چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۵۰ تنه مړه او شاوخوا ۴۰۰ تنه ټپيان شول.

ددغه پيښې دغندنې په موخه راوتلیو لاریون کوونکو باندي د کابل ګارنیزون ډزې وکړې چې له امله یې ۸ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

د لاریون په قربانیانو کې د مشرانو جرګې د مرستیال زوی سالم ایزدیار هم وو، د چا په جنازه کې چې ۳ چاودنې وشوې او ۲۱ تنه په کښي ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

پر لاریون د ډزو وروسته په کابل کې یو شمېر مدني ټولنو او سیاسي احزابو د اعتراض په توګه خیمې لګولي او د امنیتي چارواکو د بدلون په ګډون د ولسمشر او اجرائیه رئیس د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوي.

بلخوا د جمعیت ګوند هم د امنیتي ادارو د مسؤولینو پر بدلون ټینګار کوي.

ولسمشر اشرف غني د لاریون په پېښه کې د شفافو څیړنو وعده کړې خو د کابل لویه چاودنه او د جنازې چاودنې يې پر طالبانو تاوان کړي او ویلي چې تر شا يې د پاکستان آی ایس آی اداره هم لاس لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
muhammadakbar

حق ويل ترخہ دي يو څوک يي پہ خولہ نہ راوړې.درواغ بقانہ لري .

افغان

د هر چا دندی په ځنډول کیږی، په دی چه هغوی ولی ناوړه کسان په دندو ټاکلی چه په دندو کی په خپل سر غلطی کړنی تر سره کیږی مګر دغه لوی قوماندانان خو د ع او غ په ۵۰ ، ۵۰ سلنه ټاکل شوی یعنی دوی هم ناوړه او مجرمین دی دوی له دندو ولی نه ګوښه کیږی ؟ ځواب : دوی چه چا ( جان کیری ) په دندو ګمارلی او تپلی هغوی ( ټرمپ او ټیلر ) به یی لیری کوی او هغوی تر دوی بل مناسب بډیل نه لری او په دوی سرمایه ګذاری شوی ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x