امریکايي راډیو وايي ژورنالیست یې په هلمند کې «خرڅ» شوی وو
نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): امریکايي راډیو وايي چې په افغانستان کې ددوی خبریال او د هغه ترجمان د هلمند ولایت مقام له دننه څخه یو چا پر طالبانو خرڅ کړی وو.
د امریکا د ملي ولسي راډیو (NPR) یو خبریال «ډیویډ ګیلکي» تېر کال ۲۰۱۶ د جون میاشتې پر ۵ نېټه په هلمند کې د طالبانو په یوه برید کې د خپل ترجمان په ګډون ووژل شو.
یاده راډیو وايي چې زمونږ خبریال د هلمند ولایت په مرجه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه کاروان کې سفر کوی، چې د طالبانو پر کمین ور برابر شو.
امریکايي خبریال د سوځېدلو له امله ووژل شو خو ترجمان یې ذبیح الله تمنا پر سر باندي په ډزو لګېدلی وو.
د امریکا ملي راډیو یو کال وروسته د نوموړي په اړه په یوه راپور کې ویلي چې مونږ د تېر یوه کال راهیسي د خپل خبریال د مرګ تحقیقات کول، خو اوس دې نتیجې ته رسیدلي یو چې په ولایت مقام کې دننه کوم مسؤول کس طالبانو ته د امریکایي خبریال د شتون معلومات ورکړي وه او هغوی ورته تیاری نیولی وو.
دغه راډیو وايي چې له دې څخه مالومیږي چې زمونږ خبریال پر طالبانو «خرڅ» شوی وو.
یاده راډیو وايي چې له مخکې داسي فکر کېده چې د طالبانو دا برید یو تصادف وو چې په کښي امریکايي خبریال قرباني شو، خو اوس مالومه شوه چې دا پيښه تصافي نه ، بلکې د امریکايي ژورنالیست همفي موټر له مخکې طالبانو ته ور پيژندل شوی وو او هغوی په کاروان کې همدا همفي په راکټ وویشت او بیا چې کله افغان ژورنالیست د موټر څخه په زخمي حالت کې ووتی، په مرمیو وویشتل شو.

د نوي راپور د خبرېدو وروسته په کابل کې د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش رسنیو ته ویلي چې دا هیڅ حقیقت نه لري، په هغه ورځ زمونږ د ځواکونو یو همفي او یو رینجر موټر هم په راکټ لګېدلي و.
دی دجال پالان اویا په بله استلاکته یعنی دسترخرکته په افغانستان کشی نوره نو و شوریده دی دغوگندل به زیاتی پر یوه خدای وی نور نو دپرنت اوترنپ تروس تیره خبره ده اوهم دصلیبی تر لشکرو تروس تیری خبری دی زکه دجالی اوصلیبی لشکر زیا تی په افغانستان کشی په قبر یستان کشی ده دوبیدلو په حال کشی دی نودی دغو دجال دکتی سخه به خوامخوا دغه دی دجال لاس پوسی نوکر رالویژی اوپه هلاکت به دقهرمانو اوباتورو مجاهدینو دلاسه ره سیژی هم دجالی اوهم صلیبی اوهم هم هم لاس لاس لاس فوسی فوسی فوسکی لکه دغه کابل پوسکی او… نور لوستل »