fbpx

د ناکامو تجربو میوزیم / ویډیو

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د سویډین په هلسینبورګ په ښار کې تازه یو میوزیم خلاص شوی، چیري چې هغه توکي او ابتکارات نندارې ته وړاندي شوي چې د ناکامۍ څخه برخمن شوی او پرمختګ یې نه دی کړی.

د میوزیم جوړونکی «صامویل ویسټ» رسنیو ته ویلي، ددې میوزیم اساسي فکر دادی تر څو خلکو ته ور وښودل شي چې « ناکامه تجربه د ابتکار او بریا یوه برخه ده».

او زیاته کړې، په دې میوزیم کې د ګوګل او کاکاکولا شرکت ځیني ابتکارات هم پراته دي چې په خپل ځان کې ښه ابتکارات وه، خو د خلکو په منځ کې یې هیڅ مقبولیت نه دی موندلی او د ناکامۍ څخه برخمن شوي، لکه د ګوګل شرکت عینکي، د کاکولا یو شربت چې په کښي کوک او کافي ګډه وه، همداسي ځیني لوبې او ځیني نور الیکتروني ابتکارات دي چې د جوړوونکو یې ورته ډېره تمه او ډېر مصرف یې باندی کړی، خو بالاخیره ناکامه شوي.

په میوزیم کې د «کوډاک» شرکت انځور اخیستونکې کامره هم پرته ده، چې په خپل وخت کې یې ساری نه درلود، خو د وخت سره یې ځان بدل نه کړ چې بالاخیره دغه کمپنۍ په ۲۰۱۲ کې مفلسه او له منځه ولاړه.

همداسي د امریکا د اوسني مشر په نامه یوه لوبه هم په کښي کې ده چې نوموړي یو وخت بازار ته وړاندي کړې وه او ناکامه شوې وه.

سرچینه: رویټرز – الجزیره

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

نو له دی موزیم هدف څه شی دی ، هر څه چه په لویدیز کی تر سره شی بی ادبی معاف که یو څوک په خپل پتلون کومه مرداری هم وکړی ( بی ادبی معاف ) هم ټو پیوب او رسنیو کی خپریږی او زمونږ وخت پری ضایع کوی ، هدف دا دی چه پخوانی ادبی او د ماهیت ډک انسانی فرهنګ په ګمراه او حیوانی فرهنګ واړوی ، خلګ تشویق کړی تر څو بی له شرمه او ډآره هغه څه هم ولیکی یا ویدو ګانو کی تمثیل کړی چه د خپلو میرمنو سره یی تر سره کوی . همدغه… نور لوستل »