noor jahan

د نورجهان تر سر ليک د اغلې زرلښت حفیظ نوی کتاب د چاپه ووت

د هیواد دتکړه شاعرې او لیکوالې اغلې زرلښت حفیظ د نورجهان تر سر ليک ناول په اړه چې نوی دچاپه راوتلی دی يو څو لنډې خبرې۰

درنو هیواد والو!  

دا یو څرګند حقیقت دی چې ښځه د هرې جامعې نیمایي  بدنه تشکیلوی او  د اسلام مقدس دین د ښځومقام او منزلت ته دپوره ارزښت په ورکولوسره دښځو دحقوقواووجایبو درناوی  په نارینه واجب او یا هم فرض ګرځولی دی.

ښځه مور ده ،ښځه خور ده، ښځه لور ده او بل اخره ښځه د ژوند هغه شریکه ده چې د ژوند په هره برخه کې په غم او خوښي کې د نارینه سره اوږه په اوږه د ژوند مختلف پړاوونه تیروي اوښځه د ټولنې  د بقا اساسي رکن  تشکیلوي۰

 ددې تر څنګ څنګه چې  د اسلام مقدس دین او بشري تولنې  دښځو حقوقو او ویجایبو ته په درنه سترګه ګوري مګر په ډیره خواشني سره باید ووایو چې  په اکثرا جوامعو کې په خاصه ټوګه په ورسته پاتې هیوادونو ګې نه تنها د ښځو حقوق ته ارزښت قایل نه دي بلکه د ښځو  سره تر لویه بریده زور زیاتی اوبد چلند کیږي  چې دا بده چلند بیا  د هغو د حقوقو نه د سرغړونو علاوه دښځو  د تحقیر مرګ او ژوبلې او نورناوړو  ناملا یماتو موجب هم ګرځیدلي دي ۰

درنو دوستانو !

اغلې زرلښت حفیظ چې د هیواد تکړه او با احساسه شاعره او لیکواله ده  د هیواد څخه بهر د کانادا په هیواد کې د مهاجرت شپې او ورځې تیروي  هغې د ښځو په مقاپل کې د بیعدالتیو سره د مبارزې په موخه د نور جهان تر سرلیک یو کتاب لیکلی چې د ناول په بڼه  د چاپه راووت ، دغه اثر چې زموږ په معاشرې کې  د ښځو سره د بې عدالتیویو  څخه پر ده پورته کوي او دیوې زویدلې ښځې د زړه راز او د ژوند  داستان د جامعې د خلکو   سره شریکوي  چې په حقه  دا اثر زموږ په ټولنه کې د   بې عدالتیو  یوه ژوندۍ او با ارزشه تشه  په ګوته کوي ۰

پدې کتاب کې د اغلې  نور جهان د ژوند هغه  داستان را سپړي  کوم  چې د ژوند په اوږدو کې ور سره لاس او ګریوان ده چې اغلې زرلښت ددغو تراژیدیو اونا ملایماتو سلسله  د یو ناول په بڼه  د ادب مینه والو ته  وړاندې کوي ۰  

د نور جهان ناول نوی د دانش د کتاب پلورنځې او مطبعې څخه  په ښکلي ډیراین او سقافت په ۲۰۱ مخو کې دچاپه راوتلي دي چې دغه اثر یوبل ګام دي د ښځو د حقوقو د اعاده کولو په مقصد زموږ په بیرته پاتې ټولنې کې ۰

اغلې زرلشت حفیظ لکه د هیواد ډیرو نورو  ښځو په شان هغه با احساسه لیکواله او شاعره ده چې یواځینی ارمان یې په هیواد کې سوله او هوساینه ده چې پدې لاره کې د هغې هلې ځلې او لاسته راوړنې د ستاینې او یادولو وړدي ۰

زه اغلې زرلشت حفیظ ته ددې کتاب مبارکي وایم او هغې ته د دې بریا تر څنګ د لوی خدای د درباره څخه د لا بریاوو هیله کوم تر څو هیواد والو ته په خاصه توګه د د ادب  مینه والو ته   نور هم داسې با ارزشه او کره مطالب ډالۍ کړي ۰

د اغلې زرلشت حفیظ بشریار د لا بریاوو په هیله۰

په ډیره مینه
سمیع الدین افغاني
۱۳/۳/۲۰۱۴
م۰ کال
جرمني

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د