نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومت د سګریټو او ګازي مشروباتو مالیه سر له نن څخه سل سلنه زیاتوي، چې له امله یې تېره ورځ په سعودي کې پر دوکانونو رش وو، او هر چا خپل د خوښې سګریټ د مالیې د زیاتوب تر مخه ذخیره کول.
ویل کیږي چې له دې موقع څخه ډیرو دکاندارانو هم ګټه پورته کړه او له مخکې یې لا ښه ډېر سګریټ پټ کړل تر څو د مالیې د لګېدو وروسته یې دوی په دوچنده ګټه خرڅ کړي.
د نوي مالیې سره سم د کومو سګریټو پخوانی قیمت چې ۱۰ ریاله وو، هغه به ۲۰ ریاله ته پورته سي.
او همداسي د ګازي مشروباتو لکه پیپسی او کاکولا، نو قیمت به یې که په خوا دوه ریاله وو، اوس به درې ریاله شي.
د سعودي رسنیو د راپورونو سره سم که څه هم پر ګازي مشروباتو دومره رش نه وو، خو سګریټو پسي ډیری خلک تر یوه او بل مارکیټه لالهانده ګرځېده.
سګریټ که څه هم د سعودي د علماو په نیزد یو مطلق حرامه نشه ده، خو په دغه هیواد کې یې ۴۰ سلنه نارینه او ۱۰ سلنه ښځې څیښي، چې په هغو کې اقلا ۱۵ سلنه یې تازه ځوانان دي. دا شمېرنه د کال (۲۰۱۵) ده.
انځورونه:
ارتفاع أسعار السجائر و بعض السلع في السعوديه pic.twitter.com/xINA6fgHoR
— اخبار عراقي (@IraqT7shish1) ١١ يونيو، ٢٠١٧
أسعار بعض السلع في #السعودية بعد #الضريبة_الإنتقائية
[ا ريال]=~[1 جنيه]عدا ريدبول وبعض أنواع السجائر
[1 ريال]=~(1.2-1.4)جنيه
إديله…مترحموش! pic.twitter.com/Qscp7Hd8iZ— Check & Balance™ (@afounamohsen) ١١ يونيو، ٢٠١٧