fbpx

دې ویډیو د چینایانو انسانیت وګواښه / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): یوه ویډیو چې په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوې او په ملیونونو ځله وکتل شول، د چینایانو د ماشیني ژوند څخه یې پرده پورته کړه او د دوی انسانیت یې تر پوښتنې لاندي را وست.

یوه ښځه چې غواړي تر سړک تېره شي، موټر یې وهي، موټر تښتې او ښځه پر سړک باندي غځېدلي پرېږدي.
ښځه چې د کومک لپاره چیغي وهي او مایوسه د سړک په منځ کې پرته ده، شاوخوا یې خلک تیریږي، لکه هیڅ چې هم نه وي، موټران ورته کراریږي خو خپله لاره چپه وي او ترې تیریږي، په داسي وخت کې یو بل موټر تیز راځي او پر ښځي باندي تیریږي چې د مرګ سبب یې هم همدا کیږي. خو بیا هم دا موټروان/موټروانه تښتې او ښځه مرګ ته پریږدي.

د چین چارواکي وایی چې دواړه موټروانان یې نیولي دي خو د هغو بې ضمیره انسانانو په اړه یې څه ونه ویل چې یو زخمي انسان ته یې کتل او ترې تېرېدل.

ویډیو پر سړک باندی د امنیت کامرو کړې او وروسته نشر شوې خو د پيښې دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی.
ویل کیږي چې په چین کې په ولسي کچه ددغه ویډیو په اړه ژور او جدي بحثونه را پورته شوي چې ولي په چین کې هر څوک له انسانیته لیري ځغلي.

ویډیو:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د