شعـــــرونه

دآن لاين مشاعرې دلړې اتمه (۸) مشاعره

د تېري جمعې مبارکې  په شپه  د سيد احسان الله  الهام  د فیسبوک په دېوال  ( پاڼه ) د انلاين مشاعرې د لړۍ اتمه   (۸) مشاعره ترسره شوه>
په نوموړې  مشاعره کې و قدرمنو ګډونوالواو مينوالو  شاعرانو ته پخپله دسيدالهام   لاندي بيت د مطلع په توګه ټاکل شوی وو.

ددې ړنګ شوي ښكلي ښار پوښتنه چانه وكړم  ؟
نه مي رويبار شته نه مي يار پوښتنه چانه وكړم  ؟

نا زكخيالو شاعرانو يوځل بيا خورا په زړه پوري  بيتونه   ليكلي دى ، دا چې بيتونه ما شا ء الله  ډير زيات دي نويو څو بيتونه يې  له تاسو  سره  دلته شريکوو.

عمران خلیل
 اوس ورته نه راځي مارغان،څانګې یې سوې لمبو
زه دټپي نښتر، چنار پوښتنه چانه وکړم؟

حلميار فطرت
زموږ دچم سنځلې چا په لمبو وسوځلې؟
دویران کلي او چنار پوښتنه چانه وکړم

سيداحسان الله الهام
لار کي مي وليــــديوماشوم څيري ګــرېوان په ژړا
ويل يې زه مـي دورک پـلار پوښتــنه چـانه وکــړم

حلميار فطرت
زه دمسجد او خانقاه په لټون ستړی شومه
دلته وګړي ټول خمار پوښتنه چانه وکړم

پختون زلمي
چاشهید کړی دى زما دسنګرو ملګری
سوک ده قاتل یې زه دیار پوښتــنه چـانه وکــړم

سيداحسان الله الهام
ماورښکاره کــړ دشهيدې خــور شکېدلى امېــل
دی رانژدې شــووېل يې جــارپوښتنه چانه وکـړم؟

حلميار فطرت
 دلته خو خلګ لا په سمڅو کي خوبونه کوي
زه دماڼیو او دښار پوښتنه چانه وکړم

سيداحسان الله الهام
روان يې کـــړمـه لاسو نېــولى دګــودرغـــــاړې ته
منګي مـــات شـوي وو قطارپوشتنه چــانه وکړم

عمران خلیل
 څوک می دبم څوک دمرمۍ څه دزندان خوراک شول
مالت کې نشته څوک دکار پوښتنه چانه وکړم؟

حلميار فطرت
 خلګ خاموش دي دخزان عسکر پيره ولاړ دي
وایه چي زه به دبهار پوښتنه چانه وکړم

سيداحسان الله الهام
حيران پدې شوم زماخيال ووچي يوه زه غمګين یم
غمګين مي وليددرست ديارپوښتنه چانه وکړم

سيداحسان الله الهام
پيرله موريدسره دلوئې جــرګې ډول ته ناست دى
قاضي رشوت غواړي بې شمارپوښتنه چانه وکړم

عمران خلیل
 زموږ په مېنه لنګه شوې ده بلا دوحشت
کوڅې خالي دي ددې ښار پوښتنه چانه وکړم

حلميار فطرت
 مسجده ستاداپاک ممبر چي لوټي لوټي پروت دي
ستا دزخمي زخمي منار پوښتنه چانه وکړم

اتليار واکمن
چی يې سلام اشناته وړی اولاتللی پسی
زه دوړوکی ورک رویبار پوښتــنه چـانه وکــړم

سيداحسان الله الهام
 لاړم ناتوان شـــوم عـرض مي وکړدباچادربارکي
وخـوت باچـاټـوپک سـالار پـوښتنه چانه وکړم

Nadeem Tokhi
 دین او وطن پلوری په نوم دستراتیژیک ضرورت
ددی بدرنګه کاروبار پوښتنه چانه وکړم

عمران خلیل
زمادمیړانې ،دهمت او دغیرت یادګار
اوف! نړېدلی دی منار پوښتنه چا نه وکړم

اتليار واکمن
چی دبارودوپه لمبوباندی تک تور ښكاريږي
دسوزیدلی دنگ چنار پوښتــنه چـانه وکــړم

سيداحسان الله الهام
خــدايه !تـبـاه کـــړې دبې رحمـــوبادارانــو ټــولۍ
حــق بــيـن ځـړېږي مـړ په دارپــوښتــنه چانه وکړم

عمران خلیل
دچم په لاره پهره دارې دي غاصبې سترګې
کلی نیولی دی اغیار پوښتنه چانه وکړم

پختون زلمي
وركه  منزله په بیابان كي درپسی روان یم
زه  دچا وكړم انتظار پوښتــنه چـانه وکــړم

Sabir Kharoti
چی له هوانه په بارودو کی لمبه لمبه شول
زه یی دقبر او مزار پوښتــنه چـانه وکــړم

عمران خلیل
اوس به وي مړ اوکه ژوندی وي لا به غاپي چیرته
ها ډګروال دعلینګار پوښتنه چانه وکړم

Nadeem Tokhi
ګلان رژیږی په ګلبڼ کي دزاغانوغمبر.
زخمی زخمی پروت دی مالیارپوښتنه چانه وکړم

سمیع الله منصور
الهامه  دومره سخت بیتونه راته ولی لیکې
مونګ ته خو نه رازی اشعار پوشتنه چانه وکرم

پختون زلمي
 زه خوار وطن افغانستان یمه  جنګو وهلی
 خزان خزان یم دبهار پوښتــنه چـانه وکــړم

ابو القاسم احمد
زمونږ له کلي  قافلې د شهیدانو تل ځي
 زه د لغمان د علینګار پوښتنه چانه وکړم

Afghan Unity
 ماستا لپاره د خپل ژوند پسرلی ټول قربان کړ
زه د دې دومره انتظار پوشتنه چانه وکرم

سيداحسان الله الهام
 الهامه! لاړ شــه احـــوال راوړه د سنګــــر د زلمـو
کړه مي په اوښکـو شپه سهــار پوښتنه چــا نه وکړم

——–

د نورو معلوماتو او شعرونو لپاره د سید احسان الله الهام د فیس بوک پاڼه په لاندي ادرس ده:

https://www.facebook.com/sayedehsanullahilham

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x