کشکي زمونږ سیاسي کارپوهان هم داسي وای / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د برتانیې د سیاسي چارو کارپوه او تحلیلګر «ماتیو ګوډون» وروسته تر هغه خپل کتاب خوړلو ته اړ شو، کله چې د ټاکنو پایله دده د تحلیل پر خلاف راغله.

نوموړي ویلي وه چې د «ټيراز مې» پر ضد به د کارګر ګوند ونه کړای شي چې ۳۸ سلنه رايي واخلي، که یې داسي وکړه، زه به خپل کتاب وخورم. ټاکنې پای ته ورسیدې او کارګر ګوند ۴۰ سلنه رايې واخیستلې.

نوموړي وروسته پر خپل ټویټر پاڼه باندي د کتاب خوړلو وخت وټاکی او د سکای نیوز پر تلویزون یې په ژوندۍ بڼه د کتاب څیرلو او خوړلو وعده پوره کړه، که څه هم په «رمزي» ډول.

کشکي زمونږ تحلیلګران هم داسي وای چې له بده مرغه په روپی دوه دي، له مشرقه او مغربه ګډ وي خو یوه خبره یې هم پر ځای نه لګیږي.

باید وویل شي چې په کابل کې ملي امنیت پر ځینو تلویزونونو بندیزونه لګولي چې فلان او فلان تحلیلګر به نه دعوتوي، کیدای شي ویره به لري چې هغوی هم ورته یو ګواښ ونه کړي.

ویډیو:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د