ارشیف

افغان به راویښېږی ان شاء الله !

لیکوال: شریف الله خالد

د امریکائی اشغال په اوائلو کې ډیری افغانان د ډالرو او چوکئ په هوس ( د کورنیو د اقتصادی مشکلاتو او د امریکا د مالی پرمختګ او وطن دوستئ په جعلی شعایرو ) وغولیدل او د امریکائی منتر تر تاثیر لاندې یې په کفری پروژو کې په دندو پیل وکړ د اسلام په مقابل کې د کفر ملاتړي او د افغانستان په مقابل کې یې د امریکا ګټو تامین ته ملا وتړله خو د وخت په تیریدو سره کله چې د امریکا څیره د وحشی یرغل نه پس نور هم پسی روښانه شوه نو په تدریجی ډول افغانان په دی پوهیدل شروع شول ( او دا چې ضمیرونه او احساسات مختلف دي ورځ تر بلی به ضمیرونه راویښیږی او دا لړئ به تر هغې روانه وي چې اشغالګر دلته شتون ولري ) چې امریکایان مو هیڅکله دوستان نه دي او نه هم زمونږ له غمه دومره مالی او جانی قرباني ورکوي بلکې د خپلو شومو موخو پلی کولو لپاره مال مصرفوي او افغانان د سپر په توګه کاروي .

هماغه وه چې د افغانانو احساس راویښ شو او امریکا ته یې د اصلی دښمن په سترګه وکتل له دندو او معاشونو یې لاس په سر شول بلکې ډیر هغه کسان چې دولتی دندې یې ترسره کړی وي په مسلح مقاومت لاس پوری کړ او د موقعې څخه په استفادی د ملی اردو با احساسه ځوانانو د هماغه ټوپک شپیلۍ په امریکايی فوځیانو ور واړولي چې د امریکایانو د ساتنی په موخه ورکړل شوی وه او داسی مرګونی ګوزارونه یې ورکړل چې تیر تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي د همدی با احساسه با همته ځوانانو څخه یو هم د کونړ اوسیدونکی عبید الله وه چې پرون یې په اچین کې دری امریکایان مردار او دوه مرګونی زخمیان کړل خو متأسفانه چې د ملی اردو یاد ځوان هم د د نورو افغانانو د لاسه په شهادت ورسید شهید عبید الله خپل الهی مسؤلیت اداء که او خارجیانو ته یې یو وار بیا ور په زړه کې چې دا خاوره هیڅ کله د دوامداره اشغال نده که څه هم تاسی به د مادیاتو په زور یو څه وخت دلته تیر کړئ خو ان شاء الله د هم هغو افغانانو احساس به یوه ورځ راویښیږی چې تاسو تربیه کړي دي او ستاسو د لوری د ورکړل شوي ټوپک شپیلئ به په تاسو یخوي ځکه د افغانی مور بچی هیڅکله نه خرڅیږی او نه چاته د غلامئ سر ټیټوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د