نړۍ

ترکیې په پنځه ورځو کې قطر ته «زر ټنه» خوراکې مواد لیږلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): پر قطر باندي د سعودي له لوري د ځمکي یوازینۍ لارې د بندیدو وروسته ترکیې دغه هیواد ته په تیرو پنځه ورځو کې ۱۰۰۰ ټنه خوراکي توکې د هوا له لاري لیږلي دي.
د ترکي رسنیو د راپور سره سم د ترکیې د ازمیر ولایت د «عدنان مندریس» هوايي ډګر څخه ۱۵ الوتکو پرواز کړی تر څو دغه مواد قطر ته ورسوي.

د ترک پریس د معلوماتو سره سم ددغه خوراکي توکو قیمت ۵ ملیونه ترکي لیره کیږي، چې په ډالرو ۴ ملیونه، څلور سوه او یولس زره ډالره کیږي.

قطر ته په لیږل شویو خوراکي توکو کې اکثره د شیدو، شلومبو، مستو تر څنګ هګۍ، وړه او د چرګ غوښي شاملي دي.

باید وویل شي چې مخکې دغه ټول مواد د سعودي او اردن څخه د ځمکي له لاري قطر ته رسیدل. خو اوس د هغوی د خوراکي توکو خالي ځای د ایران او ترکي موادو پوره کړی دی.

ویل کیږي چې د قطر اوسیدونکي تر سعودي په ترکي خوراکونو ډېر خوښ دی، ځکه چې وایي طبیعي دي او خوند یې تر سعودي ولا په څو چنده زیات ښه دی.

باید وویل شي چې د ترکیې ولسمشر د سعودي بندیزونو وروسته د قطر سره د سیاسي، اقتصادي او نظامي مرستو لپاره سینه ډبولې او ټاکل شوې چې په څو ورځو کې به قطر ته ۵ زره عسکر ولیږي.

د یادونې وړ ده چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي هر اړخیز بندیزونه لګولي دي چې په هغه کې پر دغه کوچني ملک باندي ټولې لاري تړل شوي او هر رنګه راشه درشه ورسره بنده شوې ده.

یو شمېر نورو هیوادونو هم د سعودي او امارات د قوي اقتصاد او سیاسي نفوذ څخه په تاثیر د قطر سره دیپلوماتیکي اړیکي پرې کړي او یا کمي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x