ورزش

کرکیټ: ویسټ انډیز د افغانستان سره سیریز برابره کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ نن دوهمه یوه ورځنۍ لوبه تر سره شوه، چې د ویسټ انډیز لوبډلې په څلورو وکټونو وګټله.

د لوبې په پيل کې د افغانستان کپتان اصغر ستانکزی پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې د پنځوسو اورونو څخه یوازي ۳۷.۳ اوره لوبه وکړای شوه او ټول لوبغاړي يې په ۱۳۵ منډو وسوځېدل.

په افغان لوبغاړو کې ګلبدین نایب ۵۱، محمد نبي ۱۳، اصغر ستانکزي ۱۱ او نور ټول لوبغاړي تر لس منډو مخکې وسوځېدل.

د افغانستان وکټونه په ویډیو کې:

https://www.youtube.com/watch?v=QaIdFs3kJ0o

د ۱۳۶ منډو هدف که څه هم ډېر اسانه ښکاریدی، خو د ویسټ انډیز لوبډلې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړه او بیا یې هدف په ۴۰م اور کې تر لاسه کړ.

تر ټولو ښه لوبه وکټ کیپر «شای هوپ» وکړه، نوموړي ۴۸ منډې په داسي وخت کې جوړي کړې چې مخته او شاته یې نور ملګري لوبغاړي یو په بل پسي سوځېدل خو دی تر پایه ناسوځېدلی پاته شو. اوپنر لویس هم ۳۳ منډې جوړي کړې.

لنډیز:

https://www.youtube.com/watch?v=b_rWAiq80cA

د افغانستان په بال غورځونکو کې نن یو ځل بیا راشد خان وځلید، نوموړي په لس اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازي ۲۶ منډې باندي جوړي شوې. راشد په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې اوه وکټه اخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی انتخاب شوی وو.

همداسي ګلبدین نایب چې ښه توپوهنه یې هم کړې وه، په ۵ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۱۵ منډې يې ورکړې.

محمد نبي هم په خپل ۱۰ اورونو کې یو لوبغاړی وسوځوی او ۳۳ منډي یې ورکړې.

باید وویل شي چې د ننۍ لوبې په ګټلو سره ویسټ انډیز د ۳ یوه ورځنیو لوبو لړۍ (سیریز) په یو یو برابره کړه ځکه چې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.

بشپړه لوبه:

https://www.youtube.com/watch?v=RPvIlEYyCW8

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x