
د سعودي مفتي د قطر محاصره له حکمته ډکه پرېکړه بللې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په داسي وخت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او نور کفري هیوادونو ولسمشران او مسؤولین د روژې په میاشت کې پر قطر باندي د محاصرې کمولو خبره کوي، د سعودي مفتي اعظم «شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ» مخالفه رایه لري.
نوموړي ویلي هغه خلک پر غلطه دي چې وایی د قطر محاصره ددغه هیواد ولس ته تاوان دی، بلعکس دا د هغوی د راتلونکې په ګټه دی.
د شیخ له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي: « مسلمان باید له الله وویریږي، ددوی تګلاره او منهج باید د کتاب او سنت څخه دلیل ولري، باید افراط او غلطۍ په کې نه وي، د الله پر کتاب باندي د عمل باید واضحه تګلاره وي، څوک چې داسي کوي، هغه پر حق دي، او څوک چې باطل ته دعوت کوي هغه باطل دي، د نورو اقوالو او معتقداتو څخه باید لیري واوسو».
مفتي زیاته کړه: « سعودي یو اسلامي هیواد دی، هر ځای چې د خیر کار وي، دوی یې تمویلوي.. وروستی پریکړي چې سعودي او نورو دولتونو د قطر پر ضد کړي، دا اجرائیوي امور دي، د مسلمانانو مصلحت په کښي دی او خپله د قطریانو راتلونکې ته ګټور دي… دغه پریکړي پر حکمت او بصیرت ولاړي دي او ګټه یې ټولو ته ده».
نوموړي همداراز د «آل الشیخ» کورنۍ هغه فتوا چې د قطر امیر پر ضد یې ورکړې، او هغه یې خپلې کورنۍ ته منسوب نه دی بللی، ستایلی او ویلي چې څوک غواړي محمد بن عبدالوهاب کورنۍ ته ځان منسوب کړي، د هغه غوندي عمل باید وکړي.
آل الشیخ چې په سعودي کې دیني واک په لاس کې لري او آل ثاني چې په قطر کې واکمن دي، دواړه د سعودي مشهور دیني عالم محمد بن عبدالوهاب د کورنۍ او قوم څخه دي چې په سعودي او خلیجي هیوادونو کې یې ډېر احترام کیږي. په دې وروستیو کې د آل الشیخ قوم په سعودي کې د قطر امیر پر خپل قوم باندي عار بللی وو او ویلي وه چې هغه نور ددوی قبیلې ته منسوب نه دی.
د سعودي مفتي په داسي وخت کې خپل موقف څرګندوي چې د نړۍ مسلمانان د سعودي علماوو څخه د قطر د محاصرې په اړه پوښتنې کوي او په دغه سي یوه غټه شخړه کې ددوی چوپتیا د غندنې وړ بولي، خو بل لوري ته بیا نور د سعودي او امارات علماء معذور بولي ځکه چې په وینا یې د دین لپاره چې اوس څومره کار کوي، بیا به دغه لاره هم باندي بنده شي او په بندي خانو کې به د نورو مشهورو علماو په څېر بندیان شي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د سني علماو یوې ټولنې چې تر سل زیات او مختلفو هیوادونو علما په کښي ګډون لري، یوه خبرپاڼه نشر کړې وه او د قطر محاصره یې په کلکو ټکو غندلې وه.
په دغه خبرپاڼه کې داهم ویل شوي وه چې هر هغه دیني عالم چې په یادو هیوادونو کې اوسیږي او په قطر کې د مسلمانانو محاصره توجیه کوي او د مسلمانانو تر منځ د صله رحمۍ د قطعې سبب ګرځي، په شرعي لحاظ معقول دلیل نه لري او په اصل کې له خپل حکومت څخه په وېره او تاثیر کې فتوا ورکوي چې هیڅ شرعي حیثیت نه لري.
دسعودي دغه مفتي داسي دی لکه زموږ مفتي سیاف چې تل یې دباطل خوشحاله کولو لپاره فتواوي صادري کړي دي ، هسي په سترګو هم سره کوږ ووږ دی په زړه هم کوږ دی ، دیوڅو پیسو لپاره فتواوي ورکول ددوی عادت دي ، د ټرمپ عزت اوهغه ته بېش بها قیمتي تحفې ورکول اودمسلمانانو په وژلو آفرین ورکول ددوی ستره لاس ته راوړنه ده ، الله تعالی به مسلمانان اودهغوی حامیان ساتي کفار اوګډاګیان به یې ذلیل کیږي ، ان شاء الله تعالی
دسعودی دعبدالله آل شیخ مفتی وهابی مزدورانه فتوا ی چی دی اطیعوالله واطیعوالرسول نه بلکی دی دونیا مدعی ستر دجال اویوه لویشت یهودی اطاعت اوفرمان برداری له پاره ئ کری ده زکه دقطر اسلامی دولت اوغیورملت کلکه ملاترلی ده چی دخپل اسلامی ننگ اونا موس اوحریم نه دپا ع وه کری اوخپلو همسایه هیوادونو ته کلک دطواحن یا په بله استلا دآسیا بزرگ دغاشو نو په رقم ماتونکی جواب ورکی نورازق واحد لاشریک ذات دی نوکه دسومزدورو بنده گانو لخوا درزق بندیزوه لگیژی الله ..ج..ده بلی لاری داخپلومسلمانوبنده گانو ته رزق حواله کری ده دی دنیاستردجالی فرعون اودهغی سترکوتی خر… نور لوستل »
دی ###قواره انسان ته ورته نده الله دی د فرعون او ترمپ سره حشر کړی د ### بچی
الله دی دامفتی وشرموی دکافرانو لپاره فه مسلمانانو ناروا فتوا کوی سعودی حوکمت هم مزدور ده الله دی دا پاک وطن له غلامانو خلاص کی امین آمین
دوى صفا ولي نه وايي چه په مسجد أقصى قبضه ديهودو موروثى حق دي اود حضرت عمر رضي الله عنه او دصلاح الدين ايوبى په دي قبضه ناجايز وه والعياذ بالله
ټولو ورونو د هغه باعوری مفتی په اړه سمه څیړنه او ارزونه کړی زه هم د ټولو سره ملتیا لرم مګر ښه مثال یی فتح الله ورور ویلی چه د سیاف ( ایساف ) باعوری ( دجال بچه ) سره یی مقایسه کړی. د دغسی غلامو او بی غیرتو علماوو په اړه چه خپل ځان او علم یی د څو ډالرو د پاره په دجال او دجال پلویانو او د دجال په غلامانو پلوری قران عظیم الشان د دوی مثال د هغو خرو ورکړی چه کتابونه ورباندی بار وی یعنی هر هغه عالم چه په خپل علم عمل ونه کړی… نور لوستل »
د قطر او نورو خلیجی عربی هیوادونو ترمینځ ددی راټوکیدلی لانجی د پردی تر شا په رازونو یو الله پوهیږی چی څه به وی خو یو شی چی یقینی ده هغه دا چی که امریکایان په اوسنی حالت کښی په خلیجی عربی هیوادونو کښی په لوی لاس بی امنی او ددی را پورته شوی نزاع زیاتیدو ته لمن ووهی نو دا به په خپل لاس دوی د خپل ځان قبر کیندلی وی ان شا الله ځکه پدی هیوادونو کښی د امریکایانو تر ټولو غټی فوځی اډی چی له کوم نه ټول منځنی ختیځ اداره کوی موجودی دی هغه به حتما… نور لوستل »
سلام علیکم. دا لیکنه ما نن ولیده که نه په همهغه ورځ به می لیکلی وای: ریاکار د خدای دښمن دی، زه هر کال د خپلی ښځی سره عمرې ته ځم، په مکی او نبوی حرم کی د لمانځه د اقتداء مخکی لومړی په کندارۍ ژبه کنداری ګاټه کنځاوی د حرم امام! ته تر خوله راباسم او بیا نیت تړم. البته دا کینه می د وهابیت په وړاندی د پیغمبر د ښکلی دین سره د مینی په خاطر ده، که نه کنځاوی بد کار دی. بله داچه یو څوک نشته چه ددې## ابن عبدالوهاب ## کړوسی ته ووائی چه: هلکه… نور لوستل »