fbpx
muzammil ustad
لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

مونږ په ټاکنو عقیده نه لرو، د جګړې په حالت کي منتخب حکومت هیڅ مانا نه لري – استاد محمد زمان مزمل سره تفصیلي مرکه

استاد مزمل، مشهوره جهادي څېره، سياسي فعال او په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو د مخالفت جبهې رهبري غړي سره مو د روانو حالاتو په ځينو مهمو مسئلو د زړه خواله کړي. په دې هيله چې د توجه وړ مو وګرځي. په درنښت. د نن اداره
——-

 1-    نن ټکی اسيا: تاسې د امريکا له دايمي اډو سره مخالف یاست. د مخالفت دليل مو څه دی؟

استاد مزمل: اوله خبره خو دا ده چې موږ د افغانستان خلک ټول مسلمانان يو. په داسې يو مسلمان هيواد کې چې، څوک بيګانه حضور ولري، چې د عقيدې له پلوه هم بيګانه وي؛ نو دا شرعا حرام دی او بايد مقابله يې وشي. بله دا چې په تاريخي لحاظ هم افغانستان داسې يو هیواد دی چې، افغانان په تاريخ کې غلامان نه دي پاتې شوي. دا مو د نيکونو ميراث هم دی. خلک له لرې ځايونو راځي، دلته موږ سره جنګيږي، سپي راولي موږ پسې او موږ سره يې جنګوي. دا خو موږ ته ډېره د ذلت خبره ده. بله دا چې په د سولې او ديموکراسۍ په نامه راغلل، دلته يې بې ګناه خلک په غلطو راپورونو و وژل. له روسانو څخه د دوی وحشت زيات شو. که موږ نصارا هم وو، په هماغه نصراني دين کې هم دلته د دوی  پاتې کيدل روا نه وو؛ ځکه چې د ظالم زغمل ناروا دي او څوک چې ظالم سره ځي، الله تعالی به يې پرې مسلط کړي. پنځم دا چې کرزی دوی د خپلې لوبې په سر کې راوستی وه، هغه دومره ترې په تنګ شو او زړه کې به يې نورې خبرې هم وي چې، وروسته به يې راوباسي. زه فکر کوم چې کرزي غوندې سړي ته د ګزارې نه دی، زموږ غوندې خلکو ته خو شرم پکار دی.

2-    نن ټکی اسيا: د اډو  د مخالفت په اړه ستاسې او د طالبانو موقف يو دی که جلا جلا؟

استاد مزمل: په دې اړه د ټولو مسلمانانو موقف يو دی، البته د مخالفت انداز او طريقه يې جلا وي. يو سړی چې په کټ کې پروت وي، مريض وي، هغه به دعا کوي. څوک نور څه نشي کولای، په خوله به يې مخالفت کوي. چې رښتيا درته و وايم بايد په هره طريقه چې وی موږ يې مخالفت کړی وای، ولې له نورو طريقو عاجز يو. تر څو چې ژوندي يو د دې اډو او د امريکايانو د حضور مخالفت به کوو.

3-    نن ټکی اسيا: نن د فبروري په ۱۰مه په کابل کې د ملي يوالي جبهې يو خبري کنفرانس درلود. د کنفرانس يوه برخه د کرزي د دريځ ملاتړ و. دا څنګه کيدای شي، ځکه چې کرزی د اډو مطلق مخالف نه دی، بلکې شرطونه لري که ومنل شي، دی اډې ورکوي. نو که د کرزي شرطونه ومنل شي، ستاسې او د کرزي په دريځ کې څه توپير شته؟

استاد مزمل: هو، زموږ او د کرزي په دريځ کې ډېر فرق دی. کرزی خو دې لوبه کې طولانی راغی، اوس پوهيږي چې، په افغانستان کې د امريکايانو حضور او ده سره يې چې کومه لوبه وکړه، د امريکا د دفاع وزير څرګندونې، او د ټاکنو د کميسون د پخواني مشر خبرې چې امريکا په ټاکنو کې مداخله کړې وه. د کرزي خپلو تجربو دی دېته اړ و يست چې داسې قوي شرطونه کيږدي. له دې شرطونو څخه په استفادې موږ د ده ملاتړ کړی چې که امريکايان و وځي، دا ښه خبره ده. دا مکمله خبره نه ده. سبا به امريکايان د دوی شرطونه ومني، موږ بيا د کرزي له شرطونو سره موافق نه يو. موږ په افغانستان کې د امريکايانو شتون په شرطونو او بې له شرطه ردوو. دا ملاتړ به شايد يوازې د دې لپاره وي چې کرزی تشويق شي او په خپلو شرطونو کلک شي. نور زموږ او د هغه په دريځ کې ډېر فرق دی.

4-    نن ټکی اسيا: ستاسې په ګډون د امريکا د دايمي اډو مخالفينو د امريکا په راتګ هيڅ غبرګون ونه ښود. که دا اوسنی موقف مو هغه مهال نيولی وای نو ډېر به ښه نه و؟

استاد مزمل: د دنيا سياستونه د سيند د موج غوندې دي. زما پخوانۍ خبره ده چې، سياست داسې دی لکه څوک چې لویه ټيلر لارۍ چلوي، دا داسې نه دی لکه سوزکۍ چې په هره وړه او تنګه کوڅه کې يې ته راوګرځولی شې. د امريکايانو په راتګ کې د مجاهدينو د تېروتنو لاس و، د طالبانو څه کمزورۍ وې. هغه طالبانو هم داسې قوي دريځ ونشو ښودلی. دوه درې کاله وروسته مقاومت قوي او منظم شو. سړی په سياست کې داسې يو دم او تازه په تازه کوم قوي دريځ نشي نيوی. البته موږ په فردي توګه، په هماغه وخت کې د “ديموکراسي چانسونه او چلينجونه” يو کتاب وليکه. موز له اوله د دغه یرغل مخالف وو. هغه وخت زموږ غوصه له امريکايانو زياته هغه مجاهدينو ته راتله چې د دوی کارونه د امريکايانو د راتګ لپاره يوه مقدمه شوه. هغه وخت د انديښنې وخت و چې، روس ولاړ، امريکا راغله. امريکا خو داسې په اسانه رانغله. د مجاهدينو حکومت امنيت راوستو کې پاتې راغلل. طالبانو مذاکرات ونکړل. که دوی مذاکرات شروع کړي وای، له دې حالته خو ورته ښه و کنه. د کابل له فتحې وروسته طالبانو نور جګړې ته اړتيا نه درلوده. دوی په خبرو اترو هم مقابل لوری له ځمکې پورته کولی شو يا يې خپل دريځ ته راماتولی شو. معمولا په سياست کې دريځ بدلول يوه مقدمه غواړي چې، څلويښت هيوادونه دې هيواد ته راشي او په تېر حالت دې هم پانګه ونلرې او موږ هم د تېر حالت په اړه کومه سرمايه نه درلوده. دغه جګړه چې، د نجيب له سقوطه وروسته په افغانستان کې وشوه او مجاهدينو څو کاله خپلو کې سره و وهل. همدغو حالاتو ته په کتلو دا ډېره اسانه نه وه چې څوک دې په اسانه پکې خپل دريځ وښودلای شي.

5-     نن ټکی اسيا: نن سبا تاسې د سولې په هلو ځلو هم بوخت ياست. که د خپلو منډو تړو له هدفه مو خبر کړئ؟

استاد مزمل: اوس وخت خو د سولې لپاره مناسب نه دی. اوس د دې وخت دی چې، بايد په افغانستان کې د امريکايانو د حضور او د دوی د اډو مخالفت وکړو. افغانستان کې يو منطق چليږي، هغه دا چې دا لس دولس کاله امريکايان په همدې منطق دلته پاتې هم شول. هغه ټيکه داران او قرارداديان چې د امريکا له ډالرو ګتې اخلي، کله په لويه جرګه کله په پارلمان کې راځي، دغه ټيم داسې اوازې او پروپاګند اچوي چې، که امريکايان و وځي نو کورنۍ جګړه به پيل شي. جګړه خو اوس هم شته، موږ وايو چې امريکايان دې هم و وځي او موږ بايد افغانان لوري د خبرو اترو لپاره مذاکراتو او تفاهم ته نژدې کړو. که د امريکايانو په وتلو کورنۍ جګړه پيل شي، نو دا به د دې ولس او مجاهدينو سخته نا اميدي وي. زه خو چې د طالبانو وروستي دريځونو ته ګورم، مثبت پکې ډېر وينم. حزب اسلامي هم په خپل دريځ کې يو څه بدلون راوستی. سړی چې د طالبانو حالت ګوري اميدواره کيږي چې دا ځل به ان شاءالله داخلي جګړه نه کيږی. داسې ښکاري چې دوی به د تفاهم او خبرو اترو له لارې يو شامل نظام په افغانستان کې غواړي. دوی وليدل چې په افغانستان کې يوازې د طالب نظام نه چليږي. د اسلام ډېرې لويې پروژې پاتې دي. طالبان بايد داسې فکر ونکړي چې دوی د امريکا پر خلاف جګړه کوي، دا يوه برخه ده د دوی د کار. نور کارونه لکه اقتصاد، تعليم و تربيه او دمهاجرينو په اړه فکر کول دي. دا يوازې په ډز نه کيږي.

6-     نن ټکی اسيا: ويل کيږي چې سوله هم له قوت پرته نه راځي. تاسې څومره په خپل قوت باوري ياست چې خبره به مو ځای ونيسي؟

استاد مزمل: په هر صورت چې، يو څوک سېلاب وړي، بل مسلمان مسؤول دی چې د هغه د ژغورنې لپاره منډه ترړه وکړي. له ناستې نه خو يو منډه ښه ده. زموږ دغه پروسه چې د سولې باره کې مو پيل کړې په ابتدايي مرحله کې يو. که موږ طالبانو وروڼو او نورو افغاني اړخونو سره په دې وتوانيږيو چې يو بين الافغاني تفاهم ته ورسيږو. طالبانو ته هم پکار ده چې خپله سينه پراخه کړي او خپلو افغانانو سره د تفاهم لار ونيسي. پاتې شوه د قوت خبره، نو د سولې منطق پخپله يو قوت دی او بله دا چې د افغانستان ډېر خلک سوله غواړي، همدا خلک زموږ قوت دی.

۷- نن ټکی اسيا: تاسې په اسلام اباد کې د جماعت اسلامي لخوا په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی و. د دغه کنفرانس موخه او هدف څه و؟

استاد مزمل: اصلا دا خو د قاضي حسين احمد صیب تلين و، خو زوی يې لقمان صیب وغوښتل چې قاضي صیب د افغانانو يو صبر ناک کوربه وه او بايد په تلين کې يې هم د افغان سولې په اړه خبرې اترې وشي. په دغه کنفرانس کې د افغانستان دسولې په اړه خبرې اترې وشوې پاکستاني او افغانان سياستوالو د سولې په اړه ښې خبرې وکړې. له کابله هم خلک راغلي وو. د بيلابېلو ګوندونو خلک پکې وو. افغان او پاکستاني سياستوالو د يو بل خبرې واوريدې، په دې کنفرانس کې په ځينو تېروتنو اعتراف وشو. ځينو خلکو د افغانانو په غلطيو خبرې وکړې، ځينو د پاکستان په غلطيو خبرې وکړې.دغه شيان دوه ګاونډيان سره نژدې کوي. په افغانستان کې سوله د افغانانو کار دی او تر ډېره د ګاونډيانو مثبت رول دی. د دې پر ځای چې لرې هيوادو لکه امريکا او نورو سره د تفاهم ژبه غوره کوو، بايد له خپلو ګاونډيانو لکه پاکستان، ايران، هند او  داسې نورو هيوادو سره ځان تفاهم ته ورسوو. دغه ګاونډيان په سوله کې هم کردار لري او په جګړه کې هم بې تفاوته نشي پاتې کيدای.

8-    نن ټکی اسيا: که بيا هم د واک او قوت خبره شي نو دغسې کنفرانسونه څه ګټه رسولی شي؟ هغه هم په پردي هيواد کې او د بل چا لخوا.

استاد مزمل: دا کنفرانس هيڅکله په پردي هيواد کې نه و. د افغانستان حکومت له خپلو خلکو سره ستونزې لري او د پاکستان حکومت له خپلو خلکو سره. يو حکومت چې له خپل ملت سره مشکلات ولري نو خپل ګاونډي سره به يې ولې ونلري. دا ستونزې دواړه حکومتونه لري. دا منطق هغه خلک وايي چې غلطۍ يې کړي، دا جګړې يې په افغانستان کې راپيدا کړي.دا هماغه خلک دي چې افغانستان يې د ايران او پاکستان لپاره وران کړ. هغه خلک دا خبره نکوي چې په جګړو کې کردار نلري، هغو پوهيږي چې له پاکستان، هند، ايران او نورو ګاونډيانو سره تاريخي او مذهبي اړيکې لرو. دا ملکونه يو له بله جلا ژوند نشي کولای دا ناشونې خبره ده. زموږ هلې ځلې دا معنا نلري چې موږ د پاکستان په نفعه کار کوو. دا خلک په لرې امريکا ځان ساتي او دلته بيا له خپلو ګاونډيانو سره شخړو او لانجو ته خوښي کوي. او پټ بيا مالوم هم نه دي چې څه رول لوبوي. هغه پاکستانی چې د افغانستان په اړه د دښمنۍ سوچ کوي دا د ده خاينانه عمل دی. موږ د حکومتونو خبره نه کوو، موږ د ملتونو خبره کوو. موږ د حکومت د مخ په شيشه دسمال ندی وهلی. موږ د دواړو ملتونو خبره کوو. د افغانستان ملت د ظاهر شاه په هغه سخته دښمنۍ کې هم د پاکستان په خوا کې ولاړ وو.

9-    نن ټکی اسيا: ځينې خلک وايي چې له دغه کنفرانسه يوازې د سولې شورا ګټه پورته کړه؛ ځکه چې د سولې شورا وياند شهزاده شاهد هم پکې ګډون کړی وه. له کنفرانس وروسته يې خبريالانو ته و ويل چې اقلا اوس دومره بريالي شو چې طالبان له موږ سره کيني. دا نظر څنګه ارزوئ؟

استاد مزمل: دا دنيا د هيچا په واک کې نه ده. اصل خبره دا ده چې د سولې شورا په افغانستان کې د سولې لپاره عملي کردار ادا نکړي دا رسنیز او ميډيايي کردارونه موقت کردارونه دي.د مطبوعاتو خلک ډېر مصروف وي داسې دعوې هيڅ ګټه نلري. د دغه کنفرانس يوه ګډه روحيه دا وه چې ځينې پاکستاني زموږ په نفع له موږ څخه دوی ښه وغږيدل. د سولې شورا کردا تر سولې پورې تړلی. دوی چې، په مطبوعاتو کې هر څومره دعوه وکړي، خو عمل کې څه ونه ښيي، هيڅ معنا نلري.

۱۰ – نن ټکی اسيا: دا سې ويل کيږي چې افغان ګډونوالو ته ويل شوي وو چې د غونډې په اخر کې، يو پريکړه ليک اعلان کړي چې بيا اعلان نشو لامل يې څه و؟

استاد مزمل: اصلا دا خو د قاضي صیب د تلين جلسه وه. دوی نه غوښتل چې جلسه ډېره سياسي شي. دوی ويل چې بايد د افکارو تبادله وشي او په ټولنيزو چارو خبرې وشي. موږ هم غوښتل چې يو پريکړه ليک خپور شي، خو ځينو دوستانو و ويل چې دا دې همدومره وي. کيدای شي په راتلونکې کې په دې اړه يو ځانګړی پرواګرام جوړ شي.

۱۲- نن ټکی اسيا: داسې خبرونه هم راغلي چې، د قرارداد په ليکلو کې اختلاف په دې راغلی و چې ځينو کسانو ويلي وو چې، اول بايد ټول بهرني عسکر ووځي بيا دې بين الافغاني تفاهم وشي چې د يو شمېر مشرانو لخوا د دې خبرې مخالفت شوی و چې دا خو د طالبانو شرطونه دي. دا خبره څومره رښتيا ده؟

استاد مزمل: په دغه کنفرانس کې د پخوانيو تنظيمونو غړي وو. د حزب اسلامي حکمتيار صيب، او د مولوي خالص صیب د اسلامي حزب غړي هم وو. د جبهې په نماينده ګي زه او انجينر صيب احمدشاه احمدزی وو. د جمعيت اصلاح او جمعيت اسلامي غړي هم پکې وو. دلته ټولو افغان ګډونوالو د دې فرصت پيدا نکړ چې ټول يو ځای کينو او په دې اړه بحث وکړو. موږ يو شمېر محدود خلکو په دې بحث وکړ او بيا خبره په دې وشوه چې ټول نه دي ناست، نو دا فيصله اوس نشي کيدای.

۱۳- نن ټکی اسيا: په دغه جلسه کې د طالبانو استازو ګډون کړی وو؟

استاد مزمل: که غير مسقيم پکې څوک وه، وبه. ما خو پکې څوک ونه ليدل.

۱۴- نن ټکی اسيا:  د طالبانو دريځ څومره معقول دی چې اول دې ټول بهرنيان و وځي بيا به بين الافغاني تفاهم کوو او د واک انحصار نه غواړو؟

استاد مزمل: دا منطقي خبره ده چې بايد اول ټول بهرنيان و وځي، خو طالبانو وروڼو ته هم پکار ده چې دې ته پام وکړي. موږ د شوروي يرغل پر مهال دا خبرې ډېرې وکړې چې، شورويان دې و وځي، موږ په نيم ساعت کې خپل نظام جوړو او د کابل حکومت يوه هفته هم دوام نشي کولای. شورويان و وتل، د کابل حکومت نژدې دوه کاله دوام وکړ. جګړې مو ورسره وکړې، په ډېرو ځايونو کې يې موږ ته ماتې راکړې او بالاخره نجيب سوله اعلان کړه او غير منظم سقوط راغی. نه سوله راغله او نه اسلامي نظام. طالبان وروڼه بايد له تېرو تجربو ګته پورته کړي او له خپلو افغانانو سره تفاهم وکړي. زه په دې متيقن يم چې کيدای شي طالبانو په خپله تفاهم کړی وي، زه داسې فکر کوم. او اعتراف به شايد ونکړي؛ ځکه چې په دې سره بيا دوی ته يو شمېر نورې ستونزې را پيدا کيدای شي. زه فکر کوم چې طالبان شايد له هر لوري سره يوه نوعه تفاهم ولري.

۱۵: په افغانستان کې ځينې کړۍ او ځينې خلک دي چې، وايي بايد د طالبانو وجود له منځه ولاړ شي او د همدې لپاره د واک غوښتنه هم کوي.

استاد مزمل: ما چې و ويل چې طالبان بايد حقيقتونه تسليم کړي، نو بيا دا خبره هم ده چې په افغانستان کې تر ټولو لوی حقيقت بيا طالبان دي. که څوک وغواړي له طالبانو پرته په هيواد کې امنيت راولي، له بشري لحاظه نا ممکنه خبره ده. يو قوت چې څلويښتو هيوادوسره وجنګيږي او څلويښت هيوادونه امنيت ټينګ نکړي، نو د طالبانو له واقعيت نه هغه څوک انکار کوي چې د پرديو ګوډاګی وي او د پرديو استخباراتو لپاره کار کوي. د طالبانو له واقعيت نه انکار کول غلطه خبره ده.

۱۶- نن ټکی اسيا: سوليزه مبارزه اشغال ته ګټه رسوي که زيان؟

استاد مزمل: ګوره افغانستان اشغال دی او دا اشغال داسې يو دم نه راځي، دا په ډېرو مقدمو منځته راځي. د اشغال په مقابل کې چې، د سړي وس وشي بايد عملي جهاد وکړي او دا لازم دی. يوه خبره درته کوم چې د يوې ښې راتلونکې په خاطر، په جهاد کې ځينې شرطونه دي، چې موږ د شوروي پر خلاف جهاد کې مراعات نکړل. جهاد بايد د يو امير تر امارت لاندې وي. رښتيا خبره دا ده چې د يو واحد مرکزيت لاندې چې جهاد نه وي، نتيجه يې ډېره خطرناکه وي. نور خلک به منطق چلوي، موږ بيا د دې لپاره له ځمکني حقايقو دلايل لرو. د شوروي په وخت کې ډېر لوی لوی تنظيمونه وو چې ډېرې لويې لويې دعوې يې کولې، مګر دا خبره يو طرفه نشوه. دا اوسنيو مجاهدينو ته مې هم همدا وصيت دی چې بايد په دې اړه ډېر پام وکړي. بله دا چې د جهاد په اړه چې کومو مسلمانانو په مکه کې پیغمبر عليه السلام ته دعا کولې، ته پوهيږې چې، د هغوی په اړه اياتونه نازل شول. زه دا خبره کوم چې کله کله د يو مظلوم دعا ډېر لوی تحول راولي. د سوليزې مبارزې په اړه که يو څوک د ظالم پاچا په مخکې يوه د حق خبره وکړي، دا هم لوی جهاد دی. زه وايم چې دا يوه برخه ده د جهاد چې، بايد هيره يې نکړو.

۱۷- نن ټکی اسيا: افغان اسلامپالو په هيواد کې څومره د کلتوري او ديني يرغل پر خلاف خپل حق ادا کړی دی؟

استاد مزمل: زه فکر کوم چې د ثور له کودتا وروسته او دشوروي يرغل پر مهال تر څو چې مبايع اتحاد راغی، تر دغه وخته د دوی کردار مثبت و. له دغه مبايع اتحاد نه وروسته پيښور د يوې شنې امپراطورۍ ميدان شو. په دغه وخت مجاهدين او دعوتګران په ځانځانۍ واوښتل او همدغه له ۶۲م  کال وروسته دغه جهادي تنظيمونه چې اسلامي و، سياسي تنظیمونه شول. له دغه وخته وروسته زه د دوی په اخلاص شکمن يم؛ ځکه چې وحدت او يووالی د يو لوی دښمن په مقابل کې فرض دی او چې دغسې مشران پکې ناکام شي …. زه فکر کوم دا سوال دوی ته متوجه دی. چې د يو دومره لوی دښمن سره مخ يې او په دغه وخت کې ته خپل اتحاد مات کړې، نو په اخلاص کې دې کمی دی. زه فکر کوم چې څومره جهاد فرض دی، اتحاد هم دغسې فرض دی. چې جهاد کوې او تحاد نکوې، سړي ته شک پيدا کيږي، ماته خو شک پيدا کيږي. چې اتحاد نه وي د جهاد په ارکانو کې نقص دی.

۱۸-  نن ټکی اسيا:قدرمن استاده، يوه خبره، که وکړم، هغه دا چې اوسنی مقاومت چې روان دی د طالب په نوم، له تېرو تجربو يې مسقيم يا غیر مستقيم ګټه اخيستې. تر اوسه د يو امير او يو بیرغ لاندې مقاومت کوي. دا خبره څنګه ارزوئ؟

استاد مزمل: طالبان وروڼه هم په دې خبره ډېر ترکيز کوي ، طالبان وروڼه هم بايد د دې لپاره جبري لاره خپله نکړي. د دې لپاره بايد منطق وکاروي او خلکو سره اړيکې ونيسي. خلک دې دعوت کړي چې بايد يو امير ولرو. د دوی امير دې وي، خو بايد تحميل يې نکړي، د دې لپاره دې منطق وچلوي او خلک دې تشويق کړي. زه فکر کوم چې طالبان په دې اړه ډېر مصروف نه دي، که دې تېرو لسو کالو کې دوی په دې مصروف شوي وای، يوې نتيجې ته رسيدل. البته د ژوند شرایط يې هم ډېر سخت دي دوی نن سبا په سخته مرحله کې ژوند کوي. او د دې لپاره بايد يو مناسب کې بحث او څېړنې وشي. د طالبانو دا منطق ډېر قوي دی چې بايد د يو امير د اطاعت لاندې جهاد وکړو. زه خپله په دې عقيده يم.

۱۹- نن ټکی اسيا: د حکمتيار صيب دريځ ته، چې وايي د يو اصلح کانديد ملاتړ به کوي، حال دا چې په خپلو تېرو اعلاميو کې به يې ويل چې، تر څو يو بهرنی عسکر په هيواد کې موجود وي، دوی به نه په حکومت کې ګدون وکړي او نه په ټاکنو کې؟ په کوم نظر ګورئ؟

استاد مزمل: البته حکمتيار صيب ته معلومات وي چې خارجيان وځي يا د وتو په حال کې دي. زه خو په دې متيقن نه يم چې دا به د حکمتيار صیب. فيصله شوې خبره وي. ما هم اخوا دېخوا دغسې خبرې اوريدلي.

نن ټکی اسيا: په دې اړه يې يوه اعلاميه هم خپره کړې.

استاد مزمل: ښه، په هر صورت حزب اسلامي د نورو ګوندونو په نسبت د انتخاباتو په اړه ډېر مشوق دي او په دې اړه ځانګړې رايه لري. رښتيا خبره دا ده چې، د افغانستان په ټاکنو بهرني هيوادونه مداخله کوي او هيڅکله به اسلامي ګوندونه بريالي نشي. په دې ټاکنو کې چې چا وګټله، هغه يې طبعي نشي ګټلی. خامخا به يې په لاسوهنو وړي. څوک چې پکې پاتې شول، خامخا به ناراض او خوابدي وځي.

۱۶- نن ټکی اسيا: په راتلونکو ټاکنو د کوم کانديد ملاتړ کوئ؟

استاد مزمل: نه، موږ هيڅکله په ټاکنو کې ګډون نه کوو او هيڅ رول پکې نلرو، خو که څوک پوښتنه وکړي، دومره ويلی شو، چې د خطرناک کانديد بايد مخنيوی وشي. هغه کانديد چې هيواد نور هم د جګړې ډګر ته ورکشوي يا کورنۍ جګړې ته لار هواروي؛ د داسې کانديد مخنيوی بايد وشي. زه په دې عقيده يم چې دا ټاکنې به يو ښه حکومتنشي راوستی. يو هيواد کې چې جګړه وي، هلته منتخب حکومت څه کولی شي. د افغانستان دوه برخې خلک په ټاکنو کې برخه نه اخلي. موږ په دې ټاکنو عقيده نلرو.

۱۷- نن ټکی اسیا: قدرمن استاده، ستاسې مخالفت شرعي دی که اصولي؟

استاد مزمل: همدې شرعي ته اصولي ويل کيږي.

۱۸- نن ټکی اسيا: ځينې خلک وايي چې دې ټاکنو کې ځکه ګډون نه کوو چې، ازادې نه دي. ځينې وايي چې کيدای شي درغلي پکې وشي او ځينې وايي دا ټاکنې په دې شرایطو او په دغه طريقه شرعي اصل نلري.

استاد مزمل: اصلا داسې چل د خلافت له سقوطه وروسته ډېرې ستونزې راپيدا شوې. اول دا اسلامي ګوندونه. په اسلامي خلافت کې تنظيم جوړونه ممنوع وه. بالاخره خلک په دې باور شول چې خلافت نشته او بايد اسلامي تنظيمونه جوړ شي. زه فکر کوم تر څو چې موږ بديل ونلرو دا انتخابات دومره له شريعت سره مخالف هم نه دي. دوه شرطونه پکې مهم دي. يو دا چې د کانديد تزکيه پکې وشي، بل دا چې فاسق و فاجر کانديد پکې نه وي. له دې اخوا رايه خو يو فاسق هم ورکولای شي. يو سړی چې د غلبې له امله راځي او زموږ فقهاء يې مني، ټاکنې خو له غلبې ډېرې ښې دي. که په ټاکنو کې د بدو خلکو رايه دخيله ده، د ښو هم دخيله ده.

۱۹- قدرمن اساتده، سقراط وايي چې ته څنګه له جاهل او ناپوه انسانه د ولس د راتلونکې او سرنويشت په اړه رايه اخلي. همدا رنګه علامه اقبال هم وايي چې جموريت کې خلک تلل کيږي نه، بلکې شمېرل کيږي. بل ځای وايي چې د دوو سوو خرو عقل په يو انسان کې نه راځي. اوس ستاسې رايه او د يو ليوني او ناپوه سړي رايه يو ارزښت لري.

استاد مزمل: زه درته يوه خبره کوم. په دې جهاد کې شپانه هم راوتي او نور بې سواده خلک جهاد کوي. پروفيسران له امريکا سره ولاړ دي. زه فکر کوم دا سوفسطايي مسايل دي. هغه څوک کم پوهيږي، هغه جهاد کوي او پوهه او پروفيسران له امريکا سره دي. ګوره دا د ميډيا زمانه ده. خلک د سياست په کلياتو باندې پوهيږي. يو سړی چې ايمان لري،ښه او بد تشخيصولای شي. او چې ايمان نلري، هغه چې شيخ الحديث هم وي په ګمراهي کې روان وي. زموږ مشکل په نا اهلانو کې نه دی، بلکې زموږ مشکل په بې اخلاصو کې دی. سياست کليات دي جزئيات نه دي. د يو سړي ښه شهرت باندې خلک فيصله کوي. د استاد سياف او انجينر صیب تر منځ څومره فرق دی. د استاد رباني او ملا صیب محمد عمر تر منځ څومره فرق دی. او چې څوک ځان غلطوي، نو بيا پروفيسر هم خطا کيږي. د حضرت عثمان رضي الله عنه چې ټاکل کيده، تقريبا د مدينې له ټولو خلکو پوښتنه وشوه. ګوره څلور خلفاء په څلورو طريقو ټاکل شوي دي. زه فکر کوم چې که خلافت تر دېرشو خلفاوو غزيدلی وای، کيدای شي د هر يو د ټاکنې طريقه جلا وای او موږ هم کيدای داسې يوې طريقې ته رارسيدلي وای پکې.

۲۰-  نن ټکی اسيا: مننه استاده تاسې د حضرت عثمان رضي الله عنه د انتخاب خبره وکړه. په هغه وخت کې چې کوم صحابه په مدينه کې منوره کې اوسيدل، هغه ټول په دين پوهه خلک وو. اوس خو د ميډيا واک دی له همدې لارې څوک زورو دي او څوک کمزوري.

استاد مزمل: زه خو درته دافغانستان خبره کوم. د افغانستان ولس ټول د مجاهدينو په شپږو تنظيمونو کې ځای پر ځای شوي وو.دا پوره ذهين نسل دی. چې ځان ګمراه نکړي، دوی پوهيږي چې څوک ښه دی او څوک بد. دا خلک ټول جاهل نه دي، بلکې متجاهل دي. څه فکر کوې چې دا کابل حکومت سره دي دا نه پوهيږي؟ دا ټول پوهيږي. چې څوک ځانته پوهه وايي هغه له امريکا سره دي او څوک چې ډېر علم نلري، هغه د امريکا پر خلاف جهاد کوي، خو اخلاص لري. حديث شريف کې راځي چې، پيغمبر عليه السلام فرمايي چې تاسې مې اصحاب يئ. وروسته زمانو کې به نور خلک راځي، هغه به مې وروڼه وي. هغوی که د دين په لسو برخو کې په دوو برخو عمل وکړي، کيدای شي جنت ته ولاړ شي. او تاسې چې دوه برخې دين پريږدئ …. ته څه فکر کوې، دا کوم خلک چې جهاد کوي، چې ايمان ونلري، څنګه به يې وکړي. خو دا ايمان داره خلک دي.

۲۱ – په داسې ټاکنو کې چې، اساس يې تشريعي سلطه او حاکميت يې الله تعالی ته نه وي ثابت، د اشغال د سيوري لاندي او اشغال ته مشروعيت ورکوي او نړۍ د فاسد نظام لاندې وي: په داسې حالت کې اصلح کانديد څه معنا لري؟

استاد مزمل: ما خو تاته اوله کې رد کړه چې تر څو په افغانستان کې امريکايان وي، انتخابات ناروا دي، کمپاین کې برخه اخيستل درست نه دي. تر څو چې طالبانو او حزب اسلامي په ټاکنو کې ګډون نه وي کړی، تر هغه وخته دا ټاکنې هيڅ مشروعيت نلري. زه درته هغه انتخابات يادوم چې، هيواد ازاد وي، اسلامي ګوندونه په دې موافق شي چې ټاکنې به کوي. د کانديد تزکيه وکړي، فاسق او فاجر کانديد نه وي. انتخابات نور مشکل نلري.

۲۲- نن ټکی اسيا: په داسې مجالسو کې او داسې اشخاصو سره ناسته پاسته چې محارب کافر سره نه يوازې دا چې مقاطعه نکوي، بلکې شريکوال يې وي، څه شرعي مجوز لري؟

استاد مزمل: زه يوه خبره کوم، هغه دا چې متأخرينو فقهاوو يوه خبره کړې چې، لعموم البلوا لعموم البلوا. دې اصل باندې ډېر شيان حمل کيدای شي. د شوروي يرغل پر مهال موږ هم په دې عقيده وو، چې څوک کابل حکومت سره کار کوي، بايد مقاطعه ورسره وشي. مګر هغه مهال هم د کابل حکومت کې ډېر داسې خلک وو، چې مجاهدينو سره يې اړيکې وې او د دوی په مشوره يې هلته ژوند کاوو، تر دهغه ځايه خو دا خبره سمه ده. له هغې وروسته د مجاهدينو مشرباته هغسې ځان ونشو ښودلی څنګه يې چې دعوه کړې وه، زه په دې عقيده يم چې بايد په ډېرو عادي خلکو عمليات ونشي. پرون چې هغو خلکو ستاسې په قيادت کې ځانونه قربان کړل، تا هغو ته څه ورکړل؟ تا ورته نظام جوړ نکړ او په جګړو دې اخته کړل. زه دا وايم چې دا ښه کار ندی، ناروا دی. خو ولې د تکفير حد سره يې زه مواقف نه يم. موږ بايد په عموم بلوا قاعده عمل وکړو.

۲۳:نن ټکی اسيا: د افغانستان لپاره کوم نظام خوښوئ؟ ديموکراسي، اسلامي نظام او که دځينو په قول اسلامي ديموکراسي؟

استاد مزمل: کوم د خير شی چې په ديموکراسۍ کې شته او ټولنې ته يې خير رسيږي، هغه په اسلام کې هم شته. او کوم دخير شی چې په اسلام کې شته هغه بيا په ديموکراسۍ کې نشته. يوه خبره شته. ولي خان به کله کله ويلې چې اسلام ته اسلامي ګوندونه هم ځان نشي ټينګولی. رښتوني اسلام ته ولاکه اسلامي تنظيمونه ځان ټينګ کړي، ځکه چې اسلام ډېرلوړ دين دی. که د خلفاوو اسلامي نظام راشي د ډېرو اسلامي ګوندونو مشران به له ستونزو سره مخ شي. اخري خبره دا ده چې يا سم کامل اسلام او يا هيڅ شی نه.

نن ټکی اسيا: قدرمن استاده، ډېره زياته مننه.

استاد مزمل: تاسې نه هم مننه

د مرکې ویډیو:

{dailymotion}x1c03gm_%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D8%B0-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B2%D9%85%D8%A7%D9%86-%D9%85%D8%B2%D9%85%D9%84-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%D9%86%D9%86-%D9%BC%DA%A9%DB%8C-%D8%A7%D8%B3%DB%8C%D8%A7-%D9%85%D8%B1%DA%A9%D9%87_news{/dailymotion}

د مرکې آډیو

https://soundcloud.com/nunnasia/hr2i2owu4mhv

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د