
ننګرهار کې پنځه امريکايي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو پر زغره وال ټانک چاودنه شوې، چې له امله پنځه امريکايان وژل شوي دي.
دغه چاودنه تېره شپه يوه بجه د غني خېلو په کاميزای سيمه کې شوې ده.
ځايي خلک وايي، چې د سړک د غاړې د ماين له امله د امريکايي عسکرو ټانک په بشپړه توګه ويجاړ شوی او په کې سپاره کسان هم وژل شوي دي.
طالبانو د دې بريد مسووليت منلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د يادې چاودنې مسوولیت منلی او زیاتوي، چې د دوی جنګيالیو امریکايي عسکرو ته د سړک د غاړې ماين ځای پر ځای کړی و او د چاودنې له امله پنځه امريکايي پوځيان وژل شوي دي.
افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموريت او د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
وړمه ورځ هم د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه سرتيري پر امريکايي عسکرو په ډزو کې څلور امريکايان وژلي وو، خو د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر يوازې د دوو امريکايانو وژل تاييد کړي وو.
تېره ورځ د سپينې ماڼۍ او پنټاګون چارواکو ومنله، چې د افغان سرتيري په بريد کې درې امريکايي پوځيان وژل شوي دي.