افغانستان

ننګرهار: بهرنیو ځواکونو د چاودنې غچ له ملکي وګړو واخېست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو تر هغه وروسته چې پرې یوه زوروره چاودنه وشوه، غچ یې له بې وسلې ملکي وګړو اخېستی دی.

د غني خیلو ولسوال عبدالوهاب ویلي چې بېګا د شپې پر یوه بجه په دغه ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو بمي چاودنه وشوه.

هغه زیاته کړه چې بهرنیو ځواکونو د دغې ولسوالۍ په شیرغر سیمه کې پر هغو ملکي وګړو ډزې وکړې چې د چاودنې ځای ته نېږدې وه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي هم د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو تلفات تایید کړي او ویلي دي چې امریکايي ځواکونو تر یوې چاودنې وروسته په ملکي وګړو ډزې کړي او درې یې وژلي دي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو لا تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې یو افغان کمانډو عسکر د همدې ولایت په اچین ولسوالۍ کې درې بهرني عسکر و وژل او یو یې ټپي کړ.

په بهرنیو ځواکونو د بېګا شپې چاودنه کې هم طالبانو د ۴ امریکايي ځواکونو د وژل کېدو راپور ورکړی دی، البته بهرنیو ځواکونو لا تر دې دمه په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x