
سعودي د شیخ یوسف قرضاوي د کتابونو د ټولولو امر وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): تر هغه وروسته چې وتلی دیني عالم دکتور یوسف القرضاوي د سعودي حکومت په مشرۍ د یو شمېر عربي هېوادونو له خوا په نېږدې ۹۰ کلنۍ کې ترهګر اعلان شو، تازه د سعودي پوهنې وزیر امر کړی چې د نوموړي اثار له دې کبله چې «محصلین فکري بې لارې کوي» د پوهنتونونو او ښوونځیو له نصابه وباسي.
د سعودي د پوهنې وزیر دکتور احمد بن محمد العیسی ټولو ښوونځيو، پوهنتونونو، دارالمعلمینو، کتابتونونو او تعلیمي څانګو ته امر کړی چې پر دې ځان ډاډمن کړي چې د شیخ یوسف قرضاوي هېڅ یو کتاب او یا لیکنه له ځان سره نه لري.
هغه زیاته کړې که چېرې د شیخ قرضاوي اثار له دوی سره له پخوا وي، نو مسوولین دې ژر تر ژره هغه ټول کړي. نوموړي په اینده کې د قرضاوي د لیکنو او کتابونو په چاپولو هم بندیز لګولی دی.
دغه سعودي وزیر د شیخ قرضاوي کتابونه او لیکنې د محصلینو لپاره «فکري خطر» بللي دي خو دا یې نه دي واضح کړي چې د قرضاوي کتابونه څه ډول محصلین فکري بې لارې کوي.
د یادونې وړ ده چې سعودي په مشرۍ یو شمېر عربي هېوادونو تېره دوشنبه له قطر سره ديپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او ټولې لارې یې ورسره وتړلې.
دغو هېوادونو قطر د تروریزم په ملاتړ تورن کړ او له قطر یې وغوښتل چې د اخوان المسلمین او حماس ډلو سره اړیکې پرې او مشران یې له هېواده وباسي.