په اسلام کې داخلاقو ارزښت

لیکوال : دوکتور عبدالکریم زیدان
ژباړه او زیاتونه: عزام حقاني

داسلام په مبین دین کې اخلاق دلوی اهمیت اومنزلت درلودونکې دي ، اسلام دانسانانواخلاقوته ځانګړې توجه کړې ده ، مسلمانان یې په بیلابیلو طریقو دښو اخلاقو خپلولواوبدواخلاقوڅخه دځان ساتنې ته په ټینګه هڅولې دي.

غواړم چې په لنډ ډول ورباندې څوکرښې ولیکم:

۱ نبي صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ باندې دمبعوثیدلو اصلي لامل اوعلت دانسانانوداخلاقوسمول اودښواخلاقوخپرول ګڼل شوی دی، په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: انمابعثت لاتمم مکارم الاخلاق، یعنې زه ددې لپاره دپیغبرپه توګه رالیږل شوی یم چې غوره اخلاق تکمیل کړم.

۲ داسلام ددین تعریف په ښواخلاقو شوی یعنې اسلامي شریعت کې ښواخلاقوته دین ویل شوی، لکه په یومرسل حدیث کې راغلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوشخص راغی اود دین په اړه یی پوښتنه وکړه ، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وویل (حسن الخلق)اسلام ښواخلاقوته وایې .

ځکه ښه اخلاق داسلام یولوی اوعظیم رکن دی بغیر داخلاقوڅخه دین کومه معنی نه لري ، لکه حج کي په عرفات ودریدل دحج له لویورکنونوڅخه دی بدون له عرفاته حج نه صحیح کیږي ځکه حدیث کې راځې( الحج عرفة )حج په عرفات دریدل دي.

۳ په اسلامي ټولنه اوجامعه کې هغه شخص دقدر وړده چې غوره اخلاق ولري ، لکه په یو حدیث کې راځي چې درسول الله څخه پوښتنه وشوه په مؤمنانو کې کوم مؤمن بهتر دی ، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وویل (احسنهم اخلاقا) هغه کس چې ښه اخلاق ولري.

۴ دقیامت په ورځ به هغه مؤمن اومسلمان رسول الله صلی الله ته زیات محبوب اوپه مجلس کې نژدې وي چې ښه اخلاق ولري ، په دې اړوند رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلې دي (ان أحبکم الي واقربکم مني مجلسا يوم القیامة أحاسنکم أخلاقا).دقیامت په ورځ په تاسوکې ماته زیات محبوب اوډیرنژدې په مجلس کې هغه څوک دی چې غوره اوښایسته اخلاق ولري.

داخلاقو دارزښت په اړه نورهم زیات دلایل له قرآن اوسنت څخه موجود دي ، چې دلته په همدې یو څو باندې بسنه کوو.

داچه نن مسلمانان له دې ذلت ، خواري اوتکالیفوسره لاس اوګریوان دي لوی اوعمده علت اوسبب یی داده چې مسلمانانو درسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاقو باندې عمل نه دی کړی اوهغو ته یی شا کړې ده.

هغه شی چې مخکینې مسلمانان یی دعزت اوبرم خاوندان ګرځولی وو غوره اخلاق وو.

ترهغو پورې به مسلمانان دکفاروپه یرغل مظلومیت، ډول ډول ستونزو اومشکلاتو کې وي تر څوچې یی په ځانونوکې هغه څه پیداکړی نه وي په کوموچه پخوانیو مسلمانانو عزت تر لاسه کړی وو.

دیوسوچه نړیوال اسلامي نظام په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د