نظــر

نړۍ د دجال په لومو کې (دريمه برخه)

ابو یاسر افغان

د نړۍ د نظام د بربادۍ لپاره دجالي قوتونو په هیڅ یوه عمل صرفه و نکړه، یوه شېبه مو توجه غواړم: ملګري ملتونه هغه سازمان دی چې د بشریت د بهبود په نوم رامنځته شوی، خو یواځې دې برخې ته یې پام وکړئ چې د بشر د حقوقو اداره یې څومره د بشریت سره دښمني لري، د اسلامي نظام سره دښمني خو یې له هیچا پټه نه ده، دوی په اسلامي شرعي نظام ځکه اعتراض کوي چې په هغې کې به شرعي حدود وي، مثلاً دوی وایي چې له غل نه لاس پرې کول د بشري حقوقو سره تضاد دي، د زناکار رجم او د لوطي انسان وژل د بشر د حقوقو خلاف دي، په کورونو کې د ښځو ساتل او له کوره د باندې د آزاد کاروبار او له نورو خلکو سره د اړیکو ممانعت د ښځو د حقوقو خلاف دي، د حیواناتو حلاله د حیواناتو سره ظلم دی او….

آه چې یهودي فریمیسن، صهیونیستانو او دجالي امریکا څه ډول د انسانانو په اذهانو جادو کړی، د میډیا او تبلیغاتو په مرسته یې د هغوی ذهنونه ګډ وډ او افکار مستعمره کړي دي، که دوی شرعي حدود ظلم ګڼي، حال دا چې هغه د بشریت د فلاح او بهبود لپاره د مطمئن ژوند د ضمانت یوه ښاره چاره ده، غل به د لاس د پرې کېدو له ډاره غلا نه کوي، زناکار به د رجم له ډار زنا او لوطي به د وژل کېدو، قاتل به د قصاص، ظالم به د انتقام له ډاره خپل بد او قبیح عادتونه پریږدي، نو دا د نړۍ زبر ځواکونه چې اټومي او هایډروجني وسلې جوړوي دا بیا کوم حقوق دي چې دوی یې بشر ته ورکوي؟ د عراق، لیبیا او اوس د قطر جوړ نظامونه خو په سلو کې ۹۰ برخې ستاسو په قوانینو عیار و، ولې ستاسو د دښمنۍ ښکار شول؟ دا پوښتنه به څوک ترې وکړي چې په امریکا، انګلستان او نوره اروپا کې د یو سپي د ژونداهمیت شته دا به ستاسو خیر خواهي وګڼو، مګر د اسلامي نړۍ په میلیونونه وګړي چې د نړیوالو قدرتونو په توسط وژل کېږي دغلته بیا د حقوقو خبرې څه معنی لري او کنه؟ د غل نه لاس غوڅول ظلم دی، خو په کیمیاوي، بیولوژیکي او په ټوله کې په اټومي وسلو د پوره پوره هیوادونو د له منځه وړلو چارې ته بیا کوم نوم ورکوئ؟؟ هلته چې انسانان او حیوانات وژل کیږي، ځنګلونه یې سوځي او اوبه یې زهر جنی کیږي ولې د بشر د حقوقو اداره ګونګه خوله وي؟؟
د بشریت د هلاکت لپاره همدې ملګرو ملتونو لومړی د اسلامي نظام نوم او نشان له منځه یوړ، ځکه چې په اسلامي نظام کې نه تنها د مسلمانانو بلکې د هر دین او مذهب د پلویان او حتی حیواناتو مسلمو حقوقو ته پوره درناوې کېده، په دویم قدم کې د کورني نظام ړنګول، د بوډاګانو او زړو ښځو لپاره د اوسیدو جدا ځایونه جوړول، د وړکتونونو فعالول او له کورونو د ښځو په راویستلو سره ملګرو ملتونو وکولای شول چې د ګټې وټې اسانې لارې پیدا کړي، همدا اوس د سویتزرلنډ هېواد هر کال د زنا له درکه د خپلې کلنۍ اقتصادي بودیجې ۴۰% برخه برابروي دغلته بیا د عزت سوداګري او تن پلورنه ولې کوم عیب نه ګڼل کیږي؟؟ ملګري ملتونه وایي چې په اسلامي هېوادونو کې د کم عمره انجونو ودول عامه خبره ده، مګر همدا لس ورځې وړاندې په امریکا کې یوه سروی ترسره شوه چې د امریکا غږ دري څانګې یې پایله په دري هم نشر کړه او و یې ویل چې: هر کال په امریکا ۲۴۹۰۷۸ تنو په تعداد کې ماشومان په داسې حالت کې دنیا ته راځي چې د میندو عمرونه یې د ۱۵ کالو په شاوخوا کې وي، هغه هم له ودونو مخکې د زنا په سبب!! ولې ملګري ملتونه دغه ډول حقیقت ته هیڅ پام نه کوي؟؟ خبره ټوله پدې ځای کې ده چې امریکا او متحدین یې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرسته د اروپا او امریکا نه وروسته د اسلامي نړۍ د بربادۍ هڅې کوي، دوی د کور د ننه د ښځې اوسېدو ته ظلم وایي، خو له کوره د انجونو وتلو او بیا د لسګونو او سلګونو تنو سره زنا کولو او حرامیانو زیږولو ته د عادي چارې په نظر ګوري او هیڅ عیب یې نه ګڼي، د پرمختللې ټیکنالوژۍ په دې عصر کې د دنیا د نظام ګډوډ کېدل یو قصدي عمل دی او د انساني ژوند د تعادل له منځه وړل یوه له مخکې تیاره شوی شیطاني پروسه ده.

ملګري ملتونه په نړۍ کې د هوا د تودېدو په هکله اعتراض کوي او یوه عجیبه خبره نړیوالو ته کوي وایي چې د فابریکو، موټرو او خلکو زیاتوالي د دنیا د هوا درجه نوره هم ګرمه کړی ده، مګر د اټومي او هایډروجني بمونو تجربې نه یادوي چې د دغې ستونزې اصلي سبب دی، تر دې پورې چې د نړۍ د هوا د تودوخې د درجې په لوړولو سره د یهودو کاروبار نور هم غوړیدلې دی، د وچکالۍ په سبب خلک د بارانونو پسې ړندیږي، په کال ۲۰۱۶م کې متحده عرب اماراتو د مصنوعي باران لپاره یهودي شرکت ته ۱۸ میلیون ډالره ورکړي دي، فکر وکړئ چې هوا او موسم خرابېدو سره ګټه چاته ورسېده؟؟ د بشریت د هلاکت دغه مدعي ملګري ملتونه په لوی لاس د اسلامي هېوادونو طبیعي زیرمې لکه ځنګلونه، اوبه او د اوبو سرچینې له منځه وړي، آن تر دې چې د حیواناتو د نسل ختمولو پسې یې راخیستې ده، د واکسیناسیون په مرسته یې په اسلامي هېوادونو کې د کورنیو څارویو او مرغانو نسلونه له منځه یوړل، د اصلاح شویو تخمونو په شکل یې بزګرانو ته زهر ورکړل چې په استعمال سره یې ځمکو خپل حاصلات بیخي کم او بې برکته کړل، هغه لږ هم چې ترلاسه کېږي د ډول ډول مرضونو څخه ډک وي، په خپل شاوخوا کې وګورئ پخوانی او اوسنی حالت سره پرتله کړئ، لا خو د ټیکنالوژۍ پوره انقلاب دلته نه دی را رسیدلې چې له کورنیو څارویو، چرګانو، سزیجاتو او میوو څخه یې خلاص کړو، کله چې انقلاب په پوره توګه دلته را ورسیږي څه به مو حال وي؟؟

امریکا د ملګرو ملتونو په توسط ځکه د اسلامي تجارت، حسنه قرضه او حلال کاروبار مخه نیسي تر څو خپل سودي بانکونه دغلته فعال کړي، سودي کاروبار ته وده ورکړي او اسلامي هېوادونه هم تر خپل بشپړ سودي پوښښ لاندې را ولي.

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x