شعـــــرونه

غزل/ فاروقي لوګری

فاروقي لوګری

پـه ورو ورو مې رنګوه د جانان غمه
له خپـــل ځان سـره مې وړه د جانان غمه

د ژونــدون په ورځو شپو کې مې خوند نشته
کــــله ځــه کـــله راځـــه د جانان غمه

ته ګــلاب زه دې شبنم پروت يم په غيږ کې
تنــهامــه مــې نــور پـريږده د جانـان غـمـه

زما د ژوند له نـرۍ ملأ دې چې لاس تاٶ کړه
مـاپـه مـــيــنــه دردوه د جــانان غمه

لکه شــپون چې د سـړې چيــــنې پـه غاړه
پـه شـپـــــيلۍ مې غـږوه د جانان غمه

چې پـه غيږ کې دې کلک ټينګ لکه رباب کړم
پـه يــٶ تــار مــې کړنــګوه د جانان غمه

له څپـو سـره مــې مـه وړه مست دريابـه
پـه ګــرداب مــې څرخـوه د جانان غمه

فاروقي د غــزل تــوري دي چــې راوړه
نيــمه شــپه مې ويښوه د جانان غمه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x