
غزل/ عبدالقدوس فاتح
عبدالقدوس فاتح
جَنَّــتْ د سپینــــو تورو په سایو کې پيدا کــيږي
ګُلانْ هــم د أزغیـــــو په منځو کې پيدا کــيږي
هرڅوک کړي منډې ترړې د هوســا ژوندون لپاره
راحـــتْ د کـــړاوونـو نتـــيجو کې پيدا کــيږي
د کلــي هــا بې ننګـه زندګـي ورته پیــغور ده
غازیان د جنـګ ډګـر او سنګـرو کې پيدا کــيږي
د یـار د غټو سترګو مینه کړې به په چـــا ماتـه
هوسۍ خو هم په دښتو اوځَنْګلُو کې پيدا کــيږي
مؤمنـه توره شپه کښې تر سهــاره رب تـه ژاړه
بښنـــه د الله ج په نيمـو شپــو کې پيدا کــيږي
چې ښه ډيره ګرمي وي هم د ووړي أُوږدې ورځې
أخ خـونـد د عبــادتْ دغــو رُوژُو کې پيدا کــيږي
په خوله شهـــادتْ غواړې ، د جهـاد ميدان نه ځې
دا کلـــه د کور ګـرمو بستــرو کې پيدا کــيږي
ګيږدۍ د غره لمن کښې او بازان د غره په څوکه
ګُورګورې هم په جګو لوړو غرو کې پيدا کــيږي
که تنــــده أدبــي او غزليـــزه ماتـوې پـــــرې
دا خـوند خاص د فاتح واړه شعرو کې پيدا کــيږي
پای .
۲۰۱۶/۶/۱۲م
د رمضان المبارک ۷ ورځ.