fbpx

د امام الشافعي (رحمه الله) د علمي پوهي او زیرکۍ یوه عجیبه بېلګه

لیکنه: ریم القاصر
ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

یوه ټولي عالمانو له امام شافعي (رحمه الله) سره کینه درلوده، غوښتل یې چې د وخت د واکمنانو په وړاندې یې قدر او عزت کم کړي، ټول په یوه خوله په دې سلا شول، چې څو پېچلې فقهي مسلې به د هغه و مخ ته هغه مهال یږدي، چې هغه د خلیفه رشید – کوم چې د یاد امام و فقهي پوهي او علمي ځواک ته ګوته په غاښ و – په مجلس کې ناست وي، تر څو یې ابرو د خلیفه په وړاندې و بایلل شي.

له موقع نه په استفادې یوه ورځ یاد امام له یاد خلیفه سره ناست دی، یاد عالمان ډله هغلته ورغلل؛ تر پوښتنې ګروېږنې وروسته یې پر امام شافعي (رحمه الله) خپلې فقهي پوښتنې په لاندې توګه پیل کړې:

– ا: عالمان: څه وایې د هغه چا په اړه، چې پوسه په خپل کور کې حلال کړي او د باندې ولاړ شي، بیرته را وګرځي او خپلې کورنۍ ته ووایي: تاسو یې وخورئ، پر ما یاد پوسه حرام شو. دکور هستوګن ورته وایي: پر موږ هم حرام شو؟

– امام (رحمه الله) : یاد سړی کافر و، پوسه یې د بوت په نامه حلال کړی و، کله چې د باندې د یو کار په موخه ووت؛ الله پاک ورته د اسلام لارښوونه وکړه؛ مسلمان شو، نو د یاد پوسه خوړل پرې حرام شو. کورنۍ چې کله دهغه په اسلام خبر شول؛ هغوی هم سم دلاسه د اسلام سپېڅلی دین ومانه، نو په هغوی هم حرام شو.

– ب: عالمان: دوه مسلمان دي دواړو شراب و څښل، ولي په یوه الهي حد شته، په بل نشته؟

– امام: په دواړو کې یو هلک دی، د مکلفیت حد ته نه ده رسېدلی او بل بالغ دی.

– ج: عالمان: پنځه افرادو په ډلییزه توګه له یوې ښځې سره زنا وکړه: په لومړي قتل، په دوهم رجم، په درېیم حد، په څلورم نیمایي حد ثابت شو او په پنځم یو څه نشته، دا به څنګه صورت وي؟

– امام: لومړي: د زنا په روا ګڼلو سره مرتد شو – العیاذ بالله – ؛ ځکه به قتل کېږي، دوهم: واده والا ده؛ ځکه به رجم کېږي، درېیم: بې واده دی؛ ځکه به په درو وهل کېږي، څلورم: مريی دی؛ ځکه به نیم حد پرې جاري کېږي، پنځم: لیونی دی؛ ځکه پرې هیڅ نشته.

– د: عالمان: سړی دی، لمونځ کوي، کله یې چې ښي اړخ ته سلام وګرځاوه؛ نو ښځه پرې طلاقه شوه، کله یې چې کیڼ اړخ ته سلام و ګرځاوه؛ لمونځ یې فاسد شو، کله یې چې اسمان ته وکتل د زر (۱۰۰۰) روپو ادا کول پرې لازم شول. دا به څنګه سړی وي؟

– امام: یاد سړی هغه څوک دی، چې د مفقود (لاپته) سړي ښځه یې په نکاح کړې ده، و ښي اړخ په سلام ګرځولو سره یې هغه ولید، چې راغلی؛ نو ښځه پرې طلاقه شوه، و کیڼ اړخ ته په سلام ګرځولو سره یې په جامه مرداري ولیده؛ لمونځ یې فاسد شو، اسمان ته په کتو یې میاشت وليده؛ د یو پوروړي د زرو روپو ټاکلی مهال وېش پوره شو.

– ه: عالمان: د هغه سړي په اړه دي څه رایه ده، چې څلورو نورو وګړو ته په جمات کې لمونځ ورکوي، کله یې چې سلام وګرځاوه، یو وګړی جمات ته ور ننووت؛ په هغه قتل واجب شو، په نورو څلورو جلد (درې) واجب شو، او د جمات ړنګېدل هم واجب شو؟

– امام: راغلي وګړي، ښځه د خپل ورور په کور پرې یښې وه، هغه په سفر وتی و، یاد سړي – کوم چې نورو څلورو ته لمونځ ور کوي – د نوموړي مسافر ورور وژلی دی او دعوه یې کړې، چې یاده ښځه د مقتول په نکاح کې وه، اوس ده ور سره نکاح تړلې او دا څلور واړه یې شاهدان دي. جمات د یاد مقتول د اوسېدو کوټه وه، یاد وګړي ترې جمات جوړ کړی و.

– و: عالمان: څه وایې د هغه چا په اړه، چې پیاله یې په لاس کې ده، هغې کې شته اوبه څه وڅښي، هغه ورته حلالې، پاتې نورې پرې حرامي ګرځي؟

– امام: د یاد سړي د څيښلو پر مهال پوزه وینې شوه له پاتې اوبو سره وینه ګډه شوه؛ ځکه پاتې پرې حرامي شوې.

– ز: عالمان: دوه سړي دي، د خپل کور په چت ولاړ دي، یوه یې په را ولېدو خپل ژوند وبایلود، په دا بل خپله ښځه حرامه شوه. د یادې مسلې صورت به څنګه وي؟

– امام: مړه وګړي لور په نکاح و دې ژوندي ته ورکړې ده، هغه د ده مریی دی، د ده په مړینه یې اوس لور د خپل مېړه مالکه شوه؛ ځکه اوس په هغه خپله ښځه حرامه شوه.

یاد خلیفه د امام شافعي (رحمه الله) و علمي ځواک، سوچه فکر، زیرکۍ، لوړ ادراک، حوصلې او حاضر ځوابۍ ته فکر وړی دی. ورته یې کړه: بیان دي وکړی؛ خو ډېر ښکلی، په تعبیر کې دي خورا له فصاحت نه کار واخیست، د مسلو په څېړلو کې دي له ښه بلاغت نه استفاده وکړه!

امام (رحمه الله) ورته کړه: د امیر المؤمنین په ژوند کې دي الله پاک برکت واچوي – زه له یادو عالمانو نه یوه فقهي پوښتنه کوم، که يې ورته سم ځواب ووایه؛ خو د الله پاک ثنا به ادا کړم، ګنې امیر المؤمنین دې ماته د هغوی له شر نه نجات او خلاصون را وبښي.

امیر المؤمنین ورته کړه: همداسې کړم، ته هغوی ته خپله علمي او فقهي مسله وړاندې کړه!

امام شافعي (رحمه الله) و یادو عالمانو ته کړه:

یو سړی ومړ، ۶۰۰ درهمه مال ترې پاتې شول، له یاد مال (ترکي) نه د هغه و خور ته یواځې یو درهم رسېږي، دا ترکه (مال) څنګه باید توزیع (ووېشل) شي؟ دا صورت کوم صورت؟ او څنګه جوړېږي؟

عالمانو یوه او بل ته سره و کتل؛ خو د حل په اړه یې کوم رغنده دریځ و نه موند؛ تر ډېره بریده چوپه چوپتیاوه. خلیفه ورته کړه: اې شافعي ته د دې پېچلې مسلې حل را وباسه!

امام شافعي (رحمه الله) ورته وویل:

یاد سړی مړ شوی، شاته یې دوه لوڼې، مور، ښځه، ۱۲ وروڼه او یوه خور پرېیښي، دوو لوڼو دوه درېیمې برخې ۴۰۰ لاس ته کړې، مور یې شپږمه ۱۰۰ لاس ته کړه، مېرمنې یې اتمه ۷۵ لاس ته راوړې، دوولس وروڼو ۲۴ درهمه اخیستي او خور ته یواځې یو درهم پاتې شو.

خلیفه د متعجب شخص په توګه ورته مسکۍ شو، ورته یې کړه: ستا له علمي مشال نه دي الله پاک زما کورنۍ ته هم رڼا را په برخه کړي. سپارښتنه یې وکړه، چې نوموړي امام ته باید دوه زره روپۍ د جائزې په توګه ور کړئ. هغه د خلیفه جائزه ومنله؛ د دربار په خدمتګارانو یې د ثواب په موخه ووېشلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د