دیني، سیرت او تاریخ

روژه! درحمت ،مغفرت او له اوره دخلاصون میاشت(پنځمه برخه)

 احمد الله عاطفي

دروژې څرنګوالي دویم حکم، دفدئې مرعات منسوخیدل

درمضان میاشت دروژې له فرضیدو یوکال وروسته دامبارک آیت او حکم نازل شو.
قال الله تبارک وتعالی: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ. (البقره : ۱۸۵)

ژباړه:د روژې میاشت هغه ده چي په هغې کې قرآن نازل شوی؛ دخلکو لپاره لارښود، دهدایت څرګندي نښي او فرقان، نوچې څوک دا میاشت بیا مومي هغه دي روژه ونیسي او څوک چي بیمار وي او یا په سفر باندي، نو پر ده له نورو ورځو دغه شمیر پوره کول دي، الله تاسو ته داسانتیا اراده لري او دسختي اراده نه لري، دا ددي لپاره چې شمیر پوره کړئ او ددي لپاره چې الله دهغه څه لپاره په لويي یاد کړئ چې تاسو ئې هدایت کړئ چې شکر وکړئ.

دروژې دفرضیت دویم مبارک حکم (فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ) په بنأ هغه چاته چې دروژې نیولو توان لري دفديې ورکولو اختیار او مرعات منسوخ شو ،خو دمعذور مراعات په دي توپیر چې ناروغ اومسافر ته دتیر په څیرکړنلاره وټاکل شوه، هغه ناروغ چې په ناروغۍ کې روژې نشي نیولي، په روغوالي کې د خوړل شويو روژو شمیرد پوره کړي، مسافر د په اقامت کې ،حائضه او نفاسه د پاکوالي په موده کې قضأ راوړي.

په دې مبارک آیت او حکم کې چې څوک دا میاشت(رمضان) بیامومي روژې به نیسي په شرط ددې چې مسلمان،عاقل،بالغ،مقیم،روغ او له حیض او نفاسه پاک وي.

پرته له حائضي ، نفاسي، ناروغ او شرعي مسافره ،چې دعذر په بنأ دروژې له نیولو عاجز دي،خو دمبارک ایټ حکم پرې نافذ دی ،کله ئې چې عذر پای وموند دخوړل شوې روژې قضأ پرې فرض دی ،خو کافر، لیونی او نابالغ په دي حکم کې نه دی داخل. دکافر او نابالغ حکم دادی که دوۍ درمضان میاشت په هره برخه کې دروزې نیولو جوګه شول مثلاً کافر مسلمان شو او یا نابالغ بلوغ ته ورسید پاته روژې نیول ورباندې فرض دي نه هغه چې وړاندې تیرې شوي وي.

حائضه، نفاسه،مسافر او ناروغ درمضان میاشت په هره برخه کې،چې وي او شرعي عذرئې پای وموند، پاته درمضان میاشت روژې نیول ورباندې فرض دي او هم دتیرو شویو قضأ.

دکافر او نابالغ دحکم بر خلاف هغه مسلمان لیونی چې درمضان میاشت په هره برخه کې روغ شو پاتې روژې نیول ورباندې فرض دي او هم ددې میاشتې تیرې شوې روژې به قضأ راوړي،ځکه دی په بنیادي توګه داسلام او بلوغ لامله دروژې نیولو وړ دی لکه دحائضې ، نفاسې او…

ددي مبارک آیت په تفسیر او معنی کې داکثرو مفسرینورایه او تفسیر داسي شوی چې دروژې دفرضیت په لمړي حکم کې چې ( وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ) کوم عمومي مرعات دتوانمندو لپاره ورکړل شوي و منسوخ شول،خو دمسافر او ناروغ احکام پرځای پاته شول.

دعبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) په روایت چې فرمايې:شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي … مبارک آیت د ( أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ) تفسیر دی،نه دهغه منسوخ.

دهمدې تفسیر په بنأ حضرت ابو حذیفه(رحمه الله) په عزیز التفاسیر کې د(يُطِيقُونَهُ) نه مراد هغه ډله چې دفدئې ورکولو اصلي خلک بللي،چې دناروغ او مسافر نه دهغوۍ عذر ډیر قوي دی چې عبارت له مزمن ناروغانو او او بوډا ګانو څخه دي. والله اعلم…

امام بخاري ، مسلم شریف، ابوداود، نسائې،ترمذي ،طبراني او ….دحضرت سلمه بن اکوع(رضی الله عنه) نه روایت کوي: چې فرمايې: کله چې د(وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ ) مبارک آیت نازل شو مونږ ته اختیار و چې روژه ونیسو یائې فدیه ورکړو،چې کله (فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ) مبارک آیت نازل شو دفد ئې ورکولو اختیار واخستلی شو.

همدا راز امام احمد بن حنبل(رحمه الله) په خپل مسند کې دحضرت معاذ بن جبل (رضی الله عنه) نه په همدې اړوند او ږد حدیث روایت کړی دی،چې فرمايې: داسلام په پیل کې دروژې او لمانځه احکام په ځینو توپیرونو سره درې ځله بدل شوي دي.

تر دي ځایه درمضان روژې لازم شوې،خو دروژه ماتي له وخته تر صبح صادقه ددې وخت څرنګوالی نه وڅرګند،دروژه ماتي نه تر بیده کیدو یا دماسختن لمانځه ادا کیدو وروسته، دخوراک ،چښاک او خپلو میرمنو سره دجماع بشپړه اجازه وه، په مجرد بیده کیدو سره دروژې کیفیت پیلیده، چې دپورته کارونو تر سره کول ګناه ګڼل کیده.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x