دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه ((13 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۸۵: سوال: تر شکمنه وخته پوری پیشملی ځنډول څنګه دی؟
ځواب:پیشلمی ځنډول مستحب دی خو که تر داسی وخته پوری و ځنډول شي چی شک پکښې پیداشی نومکروه دی.
(هندیه ۱/ ۲۰۰)

۸۶: سوال: د روژې مستحبات څه شی دی؟
ځواب:
۱:د لمر له لویدو سره سم تر لمانځه مخکی د روژې په ماتولو کی تلوار کول.

۲:په خرما روژه ماتول وروسته د اوبو درجه ده.

۳: په هغه شي چي روژه ماتیږي د هغه شمیر به تاک وي.

۴:د روژه مات څخه وروسته دعاء کول

( اللهم انی لک صمت و بک امنت وعلیک توکلت وعلی رزقک افطرت).
ژباړه: یا الله ستا دپاره مي روژه نیولې وه، پرتا مي ایمان دی، پر تامي توکل دی، او ستا په راکړل شوي رزق مي روژه ماته کړه.

۵: د پیشلمي پر وخت باندی یو څه خوړل که څه هم یو غوړپ اوبه یا یوه ګوله ډوډۍ وي.

۶: پیشلمی ځنډول نه داسی چی شکمن وخت ته داخل شي.

۷:ژبه له هرډول ناوړو خبرو څخه ساتل لکه غیبت، چغلي بدویل، ښکځل کول، او داسی نور…

۸:خپلوان، مسکینان او محتاجان په خیراتو او صدقاتو کی یادول.

۹: د علم په حصول کی بوختیدل.

۱۰: تلاوت کول.

۱۱: درود شریف ویل او ذکر کول.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۷)

۸۷: سوال: د کومو عذرونو له کبله روژه خوړل روا ده؟
ځواب: – د مرګ بیره:
که روژاتي په ناڅاپي ډول سره سخت ناروغه شي او د مرګ بیره وي، او یا د روژې په نیولو سره ناروغي زیاتیږي نو په دې وخت کی روژه خوړل رواده.
(هندیه ۱/ ۲۰۷)

– که د حاملې ښځې او یا د ماشوم د له منځه وړلوبیره وي:
که چیري حامله ښځه د یوه داسی مشکل سره مخامخ شي چی که روژه ونیسي یا دا او یائې ماشوم له منځه ځي نو په دغه وخت روژه خوړل رواده.
(هندیه ۱/ ۲۰۷)

– د تندي له کبله روژه خوړل:
که د یوه کار له کبله روژاتي داسی تږي شو چی هیڅ تاب ئې نه کیدی او د مرګ خطره وه نو روژه خوړل رواده، خو و بل لور ته که ئې په قصد سره ځان تږی کړ او کار ئې وکړ او بیا له تندي سره مخامخ شو نو که چيري روژه وخوری ګناهکاره دي.
(درمختار مع الشامی زکریا ۳/ ۴۰۰)

– کله چي د ماشوم د مرګ ویره وي:
که چیري شیدې ورکونکې ښځه د روژې په نیولو سره و دې حد ته ورسیږي چی یا زه کمزوری کیږم او یا هلاکیږم او یامی ماشوم وږی کیږي او هلاکیږي نو روژه دي وخوري او بیا دي قضاء راوړي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۴/ ۴۶۴)

۸۸: سوال:: که د نر تناسلي آلې ته دارو درمل داخل شی روژه یې څنګه ده؟
ځواب: که د نر تناسلي آلې ته دارو داخل شي په دې سره روژه نه ماتیږي.
(فتاوی هندیه ۱/ ۱۰۴)

۸۹: سوال: په روژه کي لوند مسواک استعمالول څنګه دی؟
ځواب: په لوند، وچ او هرډول مسواک سره روژه نه ماتیږي.
(خلاصة الفتاوی ۱/ ۲۶۲)

۹۰: سوال: په سفر کي روژه څنګه ده؟
ځواب: په سفرکي روژه پریښودل جائزه ده خو که د غیر معمولي مشقت خطره نه وي نو روژه نیول افضله ده.
(فتاوی عثماني ۲/ فتوی نمبر۱۶۰۱/ ۳۰ج)

۹۱: سوال:: که یو چا قصداً څو کاله روژې نه وې نیولی قضاء ئې لازمه ده که یا؟
ځواب: که یو چا څو کاله روژې نه وي نیولی نو قضاء ئې لازمه ده، درست حساب دي ورته ولګوي او بیا دي په قضاء باندی پیل وکړي، که ئې نشوای نیولای د هغو فدیه دي ورکړي، او پخپل ژوندکي دي په خپله وصیت نامه کي ولیکي چی زماڅخه دومری روژې قضاء شویدي.
(فتاوی عثمانی ۲/ فتوی نمبر ۸۹۴/ ۲۸ج)

یادونه: عذر به شرعي عذر وي چی دی روژې نشی نیولای- که یی نیولای شوای فدیه ګټه ورته نه وررسوي.

۹۲: سوال: روژه مي په سعودي عربستان کي ونیول دلته چي کله و پاکستان ته راغلم ۳۰ مي پوره شوې او زما په۳۱ روژه هم د خلکو روژه ده ایا زه اختر کړم او که روژه ونیسم؟
ځواب: که یو څوک فرضاً په سعودي کی ر وژه نیول شروع کړی او بیا د روژې په میاشت کی و پاکستان ته راشي او دلته په ۳۱ روژه باندی اختر نه وی دلته به دا ۳۱ روژه هم نیسی دا هم فرض ده دا ځکه چي دلته د میاشتی لیدل مهم دی.
(فتاوی عثمانی ۲/ ۲۴۱۱/ ۳۹ج)

۹۳: سوال: روژې مي ۲۸ شوې، هغه داچي په پاکستان کي مي روژه نیول پیل کړل، و افغانستان ته ولاړم هلته زما پر۲۸ اختر شو اوس روژه ونیسم او که اختر کړم؟
ځواب: که یو چا په پاکستان کی روژه و نیول او بیا افغانستان ته ولاړی او هلته ددې سړي ۲۸ روژه وه چي اختر شو نو داکس به اخترکوي او د هغه ځای متابعت به کوي او د بقاېا روژې قضاء به راوړي.
(فتاوی عثمانی۲/ ۱۰۰۵/ ۲۸ج)

۹۴: سوال: روژه مي وه ماپښین راته حیض راغی اوس به په دې روژې څه کوم؟
ځواب: دا روژه دي ختمه شوه، قضاء یې راوړه کفاره نشته.
(فتاوی عثمانی۲/ ۱۰۰۵/ ۲۸ج)

۹۵: سوال: یو څوک روغ رمټ دی او وایي چي زه روژې نه نیسم او زه یې کفاره یا فدیه ورکوم داڅنګه ده؟
ځواب: که یو شخص قوي او روغ وي او دی په قصد سره روژه نه نیسی او وایی چی زه کفاره یا فدیه ورکوم- دی کفاره او فدیه نشی ورکولای روژه نیول ورباندی فرض دي.
(فتاوی عثمانی ۲/ ۱۰۰۴/۲۸ج)

نور بیا..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x