دیني، سیرت او تاریخ

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۸)

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

خُرما په احاديثو کې
د خُرما په هکله ډېر زیات حدیثونه راغلي دي، په بخاري شریف کې (۲۱۴) حدیثونه راغلی دی او په صحیح مسلم کې د (۱۰۰) نه زیات حدیثونه راغلي دي او همدارنګه د احادیثو په نورو کتابونو کې هم، د خُرما د ګټو په هکله ډېر څه راغلي دي، خو دلته د ټولو ذکر کول ناشوني دي، نو زه باید په یو څو مبارکواحادیثو باندې اکتفاء وکړم:

حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې خُرما یوه عمده دوا ده.

۱: حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې په ټولو خُرماوو کې برني خُرما ښه ده، ځکه ناروغی لیرې کوې او هیڅ ضمر څیز په کې نشته. (طب نبوی اور جدید ساینس)

۲: حضرت ابو هرېره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د خُرما له خوړولو څخه د قولنج درد (Obstructive Colic) نه پیدا کېږي.
(Fruit, Plant and Diet in Prophetic Traditions)

۳: اسماء بنت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنهما وایي، چې په مکه معظمه کې د عبدالله بن زُبیر د پیدا کېدو تکلیف را پیدا شو او کله چې قباء ته راورسېدم، نو ماشوم پیدا شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او زبیر مې په مبارکه غیږ کې ورکړ، هغه صلی الله علیه وسلم خُرما را وغوښتله، په خپله مبارکه خوله کې یې وژووله او د خپلو برکتي ناړو سره یې د ماشوم په خوله کې ورکښېښودله او وروسته یې د برکت دعا ورته وکړه، چې دا په مسلمانانوکې لومړی ماشوم ؤ.
(بخاری شریف اومسلم شریف)

۴: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چې نبی کریم صلی الله علی وسلم وفرمایل چې زما په نزد د هغو ښځو لپاره چې ډېر حیض (Hemorrhage) لري خُرما او د ناروغه لپاره عسل، تر دې غوره بله دوا نشته. (طب نبوی اور جدید ساینس بحواله ابونعیم)

۵: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې خدای پاک بي بي مریم رضی الله عنها ته د غذا لپاره د خُرما امر وکړ، که چېری د خدای په نزد تر دې ښه غذا وای، نو هغه به ورته فرمایلي وای. (زبة المجالس)

۶: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې سهار په نهاره باندې خُرما وخورئ، ځکه د دې عمل سره د نس چنجیان (Intestinal Worms) مړه کېږي.

۷: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې عجوه خُرما د جنت له میوو څخه ده، دا خُرما د زهرو لپاره شفاء ده، هر هغه څوک چې هره ورځ ۷ عجوه خُرماوې وخوري؛ پر هغه سړي جادو او زهر اغیزه نه کوي.

د خُرما کېمياوي مواد:
هغه خُرما چې په ونه کې ښه پخه شوي وي، لاندني مواد لري.
Calories 270 (کالوریز)
Copper 0.21 (مس)
Magnesium 58.9 (مګنیزیم)
Potassium 0.54 (پوتاشیم)
Chlorides 290 (کلورایدونه)
Calcium 67. 09 (کلسیم)
Iron 1. 61 (اوسپنه)
Protein 3.0 (پرتین)
Phosphorus 63. 8 (فاسفورس)
Sulphur 51. 6 (سلفر)
له دې موادو څخه علاوه په خُرما کې دا مواد هم شتون لري.
Cellulose, Starch, Sucrose, Insert, Sugar, Vitamins, Fats, Tannin, Pectine, Vitamin C, Vitamin B, Vitamin A, Peroxides
په ځینو خُرماوو کې د دې موادو اندازه توپیر لري.

د مدینې منورې عجوه او برنی خُرما په ټولو خرُماوو کې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره ده، لکه په حدیث شریف کې چې هم راغلی دې.

د روغتیا لپاره هغه خرُما ډېره ښه ده چې په ونه کې پوره پخه نشي او سنی طب خُرما د ډېرو ناروغیو لپاره درمل ګڼي چې هیڅ شک پکښې نشته، د بېلګې په ډول د هغو ناروغیو لپاره چې د یخنۍ په وجه پیدا کېږي او یا هم بلغمي ناروغۍ وې. همدارنګه خُرما د زړه او دماغ د قوي کېدو لپاره، د حافظې د تقویه لپاره، دوینې د کمې (Anemia) لپاره ، د پښتورګو د قوي کېدو لپاره، د تنفسي ناروغیو (Respiratory Diseases) لپاره او په ځانګړي ډول د سږو د نفس تنګۍ (Bronchial Asthma) لپاره ډېره اغیزمنه ده.

خُرما د هغو مېرمنو لپاره چې ماشوم يې په ګېډه وي خورا ښه اغیزه لري، ځکه ښځه په دغه وخت کې د وینې له کمښت سره لاس او ګرېوان وي، چې خُرما ورته کېمیا ده.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x