دیني، سیرت او تاریخ

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۹)

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

په خُرما سره ځکه روژه ماتوو!

که چېرې موږ د خُرما کېمیاوې تجزيې ته راشو، نو دا به راته معلومه شي چې په خُرما کې معدني مواد، پروتینونه، ګلوکوز، اوسپنه، ویتامینونه او داسې نور ډېر مواد شتون لري، چې انسان دې شیانو ته ډېره اړتیا لري. د پورتنیو موادو په درلودلو سره ویلای شو چې خُرما یوه مکلمه غذا ده.

کله چې موږ په خُرما روژه ماتوو، د خُرما خواږه د خولې له مخاطې غشاء (Mucous Membrane) لخوا جذب او په ګلوکوز سره بدلیږي، چې په پای کې د بدن ټوله ضایع شوې انرژې پخپل حالت کې راولي. بل لور ته خُرما د معدې تېزاب ایچ سي ایل (Hydrochloric Acid) کنترولوي او معده نه پرېږدي چې بخار وکړي؛ په عمومي ډول سره خُرما د معدې ټول رطوبات متوازن ساتي او پوره تقویه ورکوي.

د حمل لرونکو مېرمنو لپاره د خُرما خوړول اړين دي

د حضرت بی بی مریم رضی الله عنها په نس کې چې حضرت عیسی علیه السلام ؤ، نو هغې ته الله جل جلاله د خُرما د خوړولو امر وکړ، چې ته به تازه خُرما خورې، یعنې مطلب دا چې خُرما ستا لپاره مکمله غذا او دوا ده.

همدا رنګه خُرما د مور او ماشوم دواړو لپاره په دې اړینه ده چې دواړه قوي او تندرست ساتي، که چېری مور او ماشوم کمزوري وي، نو د حمل د سقط (Abortion) خطره را مینځته کېږی، خو د خُرما په خوړولو سره دا هرڅه له مینځه ځي.

د المان هېواد د برلین پوهنتون د فارمالوجی ډاکټرانو پر خُرما باندې د ډېرو څېړنو وروسته دې پایلې ته
ورسېدل، چې که چېری حامله مېرمن هره ورځ خُرما وخوري، اغیزې به يې ډېرې مثبتې وې او دا اغیزې يې پر ټول بدن باندې غوړیږي. دغه راز خرما خوړل حمل لرونکو مېرمنو ته پوره توان ورکوي، ماشوم يې قوي کوي، خلاصه دا چې د حمل پر وخت يې د ټولو ناخوالو درمل دي او د ماشوم د پیدایښت پر مهال به هیڅ تکلیف ونلري.

(Science and World)

د حمل لرونکې میرمنې لپاره خُرما په دې اړینه ده چې اوسپنه لري او دغه مېرمنو ته ډاکتران په عمومی ډول سره فیفول ویټ او یا هم فولک اسید او نور درمل ورکوي، دا ځکه چې په دې درملو کې اوسپنه او نور ویټامینونه شتون لري چې خُرما له دې ټولو مصنوعي درملو نه غوره ده، دا ځکه چې په خُرما کې له دې درملو نه ډېرشیان شتون لري او بله دا چې دا طبعي خبره ده چې ګټه یې ډیره او تاوان یې هیڅ نشته. یعنې اکثره مصنوعي درمل د انسان په بدن کې یوه ناروغي ښه کوي او په غبرګون کې څو نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

د يوې مېرمنې درملنه په خرما سره:
یوه مېرمن چې د ماشوم د پیدا کېدو پر مهال د تل لپاره په تکلیف او پرېشانیو کې ډوبه وه، روغتیا پالانو ورته د حمل په موده کې د خُرما خوړولو توصیه وکړه او مېرمنې هم دغه نسخه وخوړه، پایله یې دا شوه د ماشوم پیدا کېدو پر مهال ئې هیڅ تکلیف او کړاو ونه لید او هوډ يې وکړ چې د تل لپاره به د حمل په دوران کې خُرما استعمالوي او نورو خویندو ته به هم دا توصیه کوي چې د حمل په جریان کې خرما وخوري.
که چېری یوه مېرمن د رحم له کمزورۍ سره لاس اوګرېوان وي، نو دغې مېرمنې ته وچه خُرما ډېره ګټوره او شفاء لرونکې ده؛ ځکه د خُرما خوړل د رحم د هرډول ناروغیو لپاره کېمیا ده.

خُرما او نوې ساينسي څېړنې
Dates and New Scientific Researches
خُرما له ډېرې مودې راهیسې په طب کې یوه توده موضوع ګرځېدلې ده، د نړۍ ساینس پوهان او په ځانګړی ډول لویدیځ پوهان، پرهغه شي باندې، چې اسلام ټینګار کړی دی، ډېرې څېړنې کوي.

په قرانکریم او نبوي احادیثو کې خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون او داسې نور ډېر نباتات، مېوې او خوراکونه ذکرشوي دي؛ نو اوس دوی په یوه خوله په دې خبره اعتراف کړی چې هر څه چې اسلام ښه ګڼلې، هغه د روغتیا لپاره مفید او ګټور دي او هر هغه څه چې اسلام حرام کړي دي، لکه د وینې خوراک، د خنځیرغوښه، شراب، د مُردارشوي حیوان غوښه او داسې نور؛ نو هغه ضرور انسان ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي، چې دا خبره اوس په نړیواله کچه حقیقت ته رسیدلې ده.

لکه څرنګه چې په ټول لویدیځ کې د اسلام د مبارک دین ښکلې شغلې مخ په خپرېدو او د ودې په حال کې دي، نو ځکه په اسلام کې څېړنې ډېرې شوي او د لویدیځ اکثره پوهان د نورو څېړنو پر ځای، د اسلام په هر حکم باندې خپل تحقیق کوي او بیا يې نشر ته سپاري، چې له دغو څېړنو څخه یوه څېړنه پر خُرما باندې شوې او په لاندې ډول ده.

خُرما د بدن ټولې مالګې پوره کوي او دا په هغه وخت کې ډېره ګټوره ده چې کله یو انسان د کوم دروند فزیکي کارکولو، یا د ېوې ناروغۍ له کبله د بدن مالګې ضایع کړي وي. همدا رنګه خرما د زړه ټول حرکات منظموی، هغه خلک چې د زړه حرکتونه یې غیر منظم وي، کله یې د زړه ګراف یو ډول وي او کله بل ډول، نو خُرما ورته ډېره ګټوره ده؛ او دا ځکه د زړه حرکتونه منظموي، چې دزړه د منظم حرکت لپاره کلسیم خورا ارزښت لري او ساینس پوهان هم په دې باور دې چې که چیرې یو څوک د ورځې له (۵- ۷) پورې خُرماوې وخوري، نو د بدن ټول کلسیم یې پوره کېږي او کله چې د بدن کلسیم پوره شول، نو د زړه حرکتونه هې پخپله عادی حالت ته راځي.

د خُرما په استعمال سره د بدن LDL(Low Density Lipoprotein) یعنې د وینې کولسترول زیاتیږي او د کولسترولو اندازه ثابته ساتي. بل لور ته کچیرې د چا په وینه کې کولسترول زیات شي، په دې کس باندې د زړه دوره (Heart Attack) راځي، چې دا مرګ ته ښه راغلاست دی او خُرما دا بدمرغې له مینځه وړي. همدا رنګه خُرما دماغ ته هم پوره توان او طاقت وربخښي؛ دا ځکه چې په خُرما کښې شته پروتینونه، لحمیات، مینرالونه او دماغ قوی کوي، نو هغه څوک چې دماغی کمزوري لري، خرما باید ډېره وخوري، ترڅو يې دماغ توانمندي پیدا کړي.

نویو څېړنو دا هم ښودلې ده چې په خُرما کې داسې مواد شتون لرې چې میکروبونه او جراثیم وژني. یا په بل عبارت خُرما (د میکروب ضد او میکروب وژونکې) ده، او که یو انسان د خُرما استعمال د تل لپاره وکړي، نو له ډېرو ناروغیو څخه به وژغورل شي، نو له همدې کبله اوسنیو څېړنو دا هم ثابته کړې ده چې خُرما د بدن زخمونه ډېر ژر ټکوروي.

ساینس پوهانو پخپلو څېړنوکې دا هم جوته کړیده چې خُرما د زهرو اغیزې له مینځه وړي او زهر داسې حالت ته رسوي چې انسان ته هیڅ تاوان ونه رسوي، د ساینس پوهانو دا څېړنه د هغه حدیث شریف ښکاره ثبوت دی چې موږ مخکې ذکر کړ او هغه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې که هر څوک د ورځې ۷ عجوه خرماوې وخوري، پر دغه سړي باندې نه زهر او نه هم جادو اغیز کوي، (لله الحمد)، ټول ساینس پوهان هم په دې متفق دې چې خُرما د انسان دفاعي نظام پوره قوي کوي او ښه والی پکښې راولي؛ په یوه روایت کې راځي چې د یوه صحابی رضی الله عنه پر سینه باندې درد ؤ، نبی کریم صلی الله علیه وسلم ۱۲ عجوه خُرماوې ورکړې، چې د هغو خرماوو په برکت، الله شفا ورکړه.

همدا ډول که د یو چا لاس او پښې د کمزورۍ او کومې ناروغۍ له وجې رېږدي، نو دغه ناروغ ته خُرما کېمیا ده؛ خو په هغه وخت کې د دغسې ناروغ لپاره خرما فایده نلري، چې یاده ناروغي یې له زړښت له وجې وي.
نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x