
عبدالله عبدالله د کابېنې په ناسته کې د وزیرانو په غیرحاضرۍ د زړه بړاس وویست
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې د یو شمېر وزیرانو غیرحاضرۍ باندې توندې نېوکې وکړې.
ویل کیږي چې د اشرف غني د ټیم یو شمېر وزیران د وزیرانو شورا په هغه غونډه کې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړیږي ګډون نه کوي.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې وویل چې ځېنې چارواکوي چې ځانګړي فرصتونه لري، د اجرائیه ریاست تصامیمو او د وزیرانو شورا ناستې بابېزه ګڼي او تر دې وروسته به دا هېڅ ونه زغمي.
عبدالله د ماليې وزارت معین ته چې په نننۍ ناسته کې د وزیر پر استازیتوب یې حضور درلود، وویل چې تر دې جلسې وروسته به هغه وزیرانو سره چې په کابل کې وي، او د کوم معقول عذر پرته د وزیرانو شورا کې ګډون ونه کړي متفاوت او قاطع برخورد به ورسره وشي.
ویل کیږي چې تر دې دمه د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د اجراییه رییس په مشرۍ د وزیرانو شورا څو ګوتې په شمېر غونډو کې ګډون کړی دی، د هغه پریکړې یې نه دي منلي او له همدې کبله یې د اجرائیه رییس غوسه پارولې ده.