افغانستان

طالبان: د فارياب په قيصار کې پينځه ويشت پوليس راسره يو ځاى شوي

د فارياب د قيصار په چيچکتو سيمه کې د يوې مياشتې په موده کې پينځه ويشت پوليس  د حقايقو پر درک د طالبانو د جلب او جذب کميسيون له لارې له دوى سره يو ځاى شوي دي.

طالبانو په خپل راپورکې ديادو ټولو پينځه ويشت کسانو،نومونه او داوسېدوځايونه ښوودلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د کابل رژيم نه پرلپسې په نظامي برخه کې له طالبانوسره د يوځاى کېدو خبرونه خپرېږي.

څه موده مخکې هم په ننګرهار کې شپاړلس تنه د اردو عسکر له طالبانو سره يو ځاى شوي و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x