
پاکستان د قطر او سعودي په شخړه کې منځګړیتوب کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د پوځ مشر قمر باجوه نن سعودي ته روان شوی تر څو د خلیجي هیوادونو په خپل منځي اختلاف کې منځګړیتوب وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم نواز شریف د سفر تر مخه په خلیجي هیوادونو کې د خپلو سفیرانو سره هم غونډه کړې ده.
تر اوسه مالومه ده چې د سعودي سفر وروسته به نواز شریف قطر ته هم ولاړ شي او کنه. نوموړي دغه سفر ته وروسته تر هغه زړه ښه کړ چې د پاکستان پارلمان او سیاسي ګوندونو پر نواز شریف ټینګار وکړ تر څو د خلیجي هیوادونو د شخړې د حل په موخه چټګ ګامونه اوچت کړي.
د شنونکو په نظر که د قطر پر ضد بندیزونه دوام وکړي، پاکستان به د برېښنا او ګیس د سخت کمښت سره مخ شي، ځکه چې پاکستان له قطر څخه ګیس واردوي، د سعودي او امارات سره په لویه کچه تجارتي اړیکې لري او په ورته وخت کې په سلګونو زره وګړي يې په خلیج کې په مزدورۍ او تجارت بوخت دي.
د سعودي او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته تر هغه سړې شوې چې پاکستان د یمن په جګړه کې د ښکېلتیا څخه انکار وکړ او د قطر سره په اختلاف کې هم پاکستان بې طرفي اختیار کړه.
تر اوسه د خلیج په شخړه کې د منځګړیتوب لپاره کویټ، ترکیې، مغرب او پاکستان وړاندیزونه کړي دي، د پاکستان تر مخه کویټ او ترکیې عملي ګامونه هم اوچت کړي.