نظــر

قوماندان کاکی او د پکتیا څلور یادونه

خوږمن پکتیاوال

اول….. یوه ویډیو مې کتله د امریکایانو د یرغل اول وختونه وو د بادشاه خان ځدراڼ په نوم د پکتیا یو قومي مشر لګیا وو خبرې یې کولې چې “د امریکایانو دښمن زما دښمن دی بیا یې ویل چې ما شپږ سوه کسان کمپاین (د امریکایان په لاس روزل شوي ځواکونه) ته ورکړل چې د دوی سره یو ځای خدمت وکړي.

دویم……څه وخت مخکې مجلس کې ملګري کیسه کوله چې په پکتیا کې د امریکایانو یوه کمپاین (د امریکایانو او داخلي ځانګړو ځواکونو ګډ پوځي مرکز) و، کلیوال به یې کله نا کله ور غوښتل تر څو چې د دوی ملاتړ تر لاسه کړي.

کله به یې مشورې ورسره کولې، کله به یې د مکتبونو، سړکونو او پولچکونو جوړولو خبرې ورسره کولې خو آخر کې به یې خپل اصلي مقصد هم ورته بیانوه چې د طالبانو په ضد به زموږ سره همکاري کوئ.

((د امریکایانو پوځي مراکزو ته د تګ راتګ دا اصول دي چې د داخلیدو او وتلو دواړو حالاتو کې ملاقاتیان تالاشي کوي تر څو چې کوم شی انتقال نه کړي.))

نو بعضې کلیوال به ډیر په شوق ورتلل، یوه ورځ یوه کلیوال ترجمان ته ویلي وو چې اوس امریکایان ډیر اعتماد راباندې کوي، مخکې به چې د پوځي مرکز نه بیرته راوتلو نو تالاشي کولو به یې اوس مو نه تالاشی کوي.
ترجمان ورته ویلي وو چې هغوی کله بسکټ، کیک او د چښلو بوتلان درته کیږدي نو کامره کې درته ګوري، تاسې د خوړولو پر ځای جیبونه ترېنه ډک کړئ چې بچیانو یا لمیسانو ته یې یوسی او دوی مو ځکه نه تالاشي کوي چې تاسې شرمنده نه کړي.

درېم….د خانه میر ملا په نوم یوه سړی بیان کولو جذبه شو ویل یې اې طالبانو دا د امریکایانو ټانګونه زموږ خړې اوښې دي،طیاري یې ابابیل دی تاسې که تسلیم نشوئ نو د خاور سره به مو خاورې کړي.

څلورم….د پکتیا ګبر منګل سیمه ایوب خیلو کلی ورته وایي هلته امریکایانو چاپه وهلې وه، سهار کاکی په نوم یو وزیرستانی طالب قوماندان خبر شو د ملګرو سره راغی د څلورو طرفو نه یې جنګ ورباندې پیل کړ، تر شلو زیات امریکایان ووژل او چاپه یې ماته کړه.بیا تر اوسه امریکایان ونه توانیدل چې دومره زړور توب سره د ګبر منګل سیمه کې چاپه و وهي.

اوس راځم خپل اصلي مطلب ته؛ په راتلونکي کې که څوک لومړنۍ درې کیسې راته یادې کړې نو په خپل پکتیا وال توب به وشرمیږم خو که څلورمه کیسه راته یاده کړي نو د یوه پښتون په حیث به مې سترګې پورته شي.

نن یې اتمه ورځ ده همدا کاکی شهید شوی، د هری پیښې غوندې خلک ورباندې خفه هم دي او خوشحال هم، څوک چې خوشحال دي هغه دا دلیل وایي چې کاکا وزیرستانی وو نو باید دلته یې جنګ نه وی کړی.
بل طرف ته په بسکټو، پتاسو او چاکلیټو چې چا په یرغلګرو وطن او ضمیر خرڅ کړ هغه هم افغانان بلل کیږی او د لویو موټرو او دنګو کورو چښتن دي.

کاکی چې نوم یې سعید الله وه اته کاله کیدل چې پکتیا او خوست مختلفو سیمو کې د تاټو سره وجنګیدو ، خو چې کله پاکستاني پوځ په وزیرستان عملیات پیل کړل نو د ملګرو سره یې د دوی د مخنیوي کوښښ وکړ د بانګي دار په سیمه کې یې د پاکستان عسکرو مکمله پوسته ونیوله او څلور ملګری یې هم په دې جنګ کې د لاسه ورکړل. همدا علت وو چې پاکستان ته مطلوب شو دا دریم کال وو چې دی کور ته نه وو تلی.

ښه پرې خبر یم یوه شپه داسې هم وه چې اته امریکایي چورلکې کاکي پسې راغلې وي څلور ځایه امریکایانو چاپه ورباندې ووهله خو دی خلاص شو.

کاکی وزیر د پکتیا هغو تش په نامه مشرانو چا چې د خپل وطن په اشغال کې د ناټو سره همکارې وکړه،د خپلو وطنوالو په کورو یې چاپو او بمباریو ته زمینه برابره کړه او په سلګونو وطنوال یې د انګریزانو په لاس شهیدان او بندیان کړل سل برابره غیرتی و. د پښتنې خاورې بچی وو.تر هغوی کله چې د صلیبی یرغل په ضد د پکتیا د غرو جهادي تاریخ لیکل کیږي نو کاکی به د یوه اتل په نوم یادیږي..او چا چې د ناټو سره د وطن په اشغال کې همکارې کړې د هغوی نومونه به د ناټو په کاسه پاکو چاکلیټ خورو او کونجاړه خورو په حیث یادیږی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غیرتی پکتیاوال صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ستاسی لیکنه ( او په کومه ساده ګی ولی له حقایقو او کیفیته ډکه وه ) می ولوستله او ډیره می خوښه شوه ستاینه او لمانځنه یی کوم او تاسی مننه کوم الله ج دی اجرونه درکړی. چه ډیر حقایق مو په عملی قیصه او تمثیلی پارچه کی هیوادوالو ته په ګوته کړی ، تاسی چه پکتیا کی د کومو چکلییټ خورو نومونه یاد کړی او د هغو د غلامی قیصی مو رانقلی کړی هغه د کابل د غلامی ، ناوړه او فاسده اداری د پاره ( خورد په خروار کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x