افغانستان

ډاکټر عبدالله: ځیني وزارتونه مي امرونه نه مني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): په ګډحکومت کې نیم په نیمی شریک اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې شکایت کړی چې ځیني وزارتونه دده خبره نه مني او ځان یوازي ولسمشر اشرف غني ته جواب ورکوونکي بولي.

نوموړي وویل چې د ګډحکومت د توافق پر اساس ټول وزیران او ادارې په یوه وخت کې هم ولسمشر او هم اجرائیه رئیس ته مسؤولي دي.

عبدالله زیاته کړه، مونږ د ګډحکومت په حیث د افغان ولس په خدمت ناکامه شوي یو، د هغوی اړتیاوي مو پر وخت نه دي ور پوره کړي، مونږ باید په دغه اړخ کې خپله ناکامي ومنو.

نوموړي د حکومت پر ضد وروستیو لاریونونو او اعتراضونو ته په اشاره وویل، په ناکامي باندي اعتراف زمونږ د مشرتوب حیثیت نه زیانموي، مونږ باید دا ومنو چې ولس ته په امنیت ورکولو کې ناکامه شوي یو او ولس باید حق ولري چې خپله غوصه او نظر څرګند کړي.

عبدالله همداراز وویل چې د ګډحکومت د مشرانو او ولس تر منځ فاصله زیاته شوې ده، دغه فاصله باید له منځه یوړل شي.

نوموړي همداراز ځیني وزیران په دې ملامت کړه چې ځان یوازي ولسمشر اشرف غني ته جواب ورکوونکی بولي او د اجرائیه رئیس امرونه نه عملي کوي.

اجرائیه رئیس وویل، زه ددغه وزیرانو څخه هیڅ شخصي غوښتنې نه لرم، دغه وزیران باید د وزیرانو شورا ته د خپل وزارت کارګزاري بیان کړي او کوم پروګرامونه چې یې په کار اچولي هغه شورا ته تشریح کړي.

نوموړي همداراز د تجارت وزیر غیر حاضري بېځایه وبلله او وې ویل چې کوم وزیران په کابل کې موجود وي، هغوی باید خپل مرستیالان د وزیرانو شورا ته را ونه لیږي، باید خپله حاضر واوسي.

عبدالله وویل چي د وروستیو «تروریستي» بریدونو په تحقیقاتو کې به هیڅ غفلت ونه مني او همداسي به هغه خلک په ټینګه مجازات کړي چې ددغه حادثو په مخنیوي کې غفلت کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

عبدالله ( د ببرک او مسعود هلکو ) وایی چه ځینی وزیران می امر نه منی، اسانه خبره ده جان کیری ته تلیفون وکړه چه غلام غنی باندی فشار راوړی او ځینی وزیران ستا امرونه ومنی . څومره ښکلی قواره او ښکلی دریشی او ښکلی میکپ ، جان کیری میس کړی یی ، زه د یو څو ورځو د باره امریکا ته تشریف یوسه د جان کیری سره د ببرک او احمدشاه مسعود په شان عاشقانه پشه ارتی تیر کړه، او یا د هیلری کلینتن لاندی باندی جامن وکړه یا د اوباما د لیدلو شرف تر لاسه کړه په ګرم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x