
هرات: تر يو نيم سلو ډېرو ښځينه زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى
د هرات په عمومي زندان کې تر يو سل پنځوس زياتو ښځينه زندانيانو د دوسيوته د نه غور په خاطر له شنبې راهيسې د نه خوړو اعتصاب کړى.
دوى وايي چې پر دوسيو يې پر وخت غور نه کېږي او د کرزي په فرمانونو کې دوى ته پام نه دى شوى.
دهرات د عمومي زندان مدير شريف ييلاني په د اعتصاب پخلى کړى، خو ويلي يې دي چې د ګوتو په شمار هغو دا کار کړى دى.