اسرائیل د چا په غوښتنه پر «غزه» برېښنا قطعه کړه؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د فلسطین په غزه ښار کې د حماس ډلې د ځپلو لپاره د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسرائیل څخه غوښتي چې پر غزه باندي برېښنا کمه کړي تر څو د حماس پر ډلې فشار راشي او دغه ډله اسرائیل او مصر په شمول د حرکت فتح غوښتنو ته تسلیم شي.

حماس ډله د کال 2007 څخه پر غزه ښار باندي واکمنه ده او د اسرائیلي پوځ په وړاندي مقاومت کوي.

د اسرائیل، امریکا او مصر له لوري په رسمیت پيژندل شوی حکومت چې مشري يې «محمود عباس» کوي، څه موده مخکې حرکت حماس ته ویلي وه چې یا دي د غزې واک خوشي کړی او یا به له بهر څخه هر راز مرستې باندي بندیږي.

غزه ښار چې له هر اړخه تر محاصرې لاندي دی، د عربي هیوادونو په ځانګړې ډول د «قطر» په مرستو د ژوند چاري پر مخ بیايي، خو په دې وروستیو کې د مصر، امارات او فلسطین د ولسمشر له لوري هڅه کیږي چې د غزه ښار د حماس له ولکې څخه وباسي او په همدې موخه باندي اقتصادي فشار زیاتوي.

محمود عباس

څه موده مخکې د فلسطین حکومت په غزه کې دننه د خپل ۳۰ سلنه موظفینو معاشونه بند کړه او نن د اسرائیل حکومت د محمود عباس د برېښنا قطعه کولو غوښتنه ومنله.

نوموړي پر حماس دفشار لپاره د غزه ښار څخه د برېښنا بندولو وړاندیز کړی وو چې د اسرائیلي پوځ د امنیت مسؤولینو تر ډېر بحث او ځنډ وروسته بالاخیره نن عملي کړ او د غزه ښار په ورځ او شپه کې «څلور ساعته» برق موده یې «۳ ساعته» ته را ښکته کړه.

د محمود عباس ډلې ویلي که چیري دا اجرائات د حماس ډله له واکه لیري کېدو ته اماده نه کړي، په وړاندي به یې نور سخت اقتصادي اقدامات هم تر سره شي.

باید وویل شي چې په غزه کې وروسته تر هغه د برېښنا کمښت زیات شو کله چې دوه میاشتي وړاندي د قطر او ترکیې په ملاتړ د برېښنا د توربینونو د تیلو قرارداد پوره سو او یوازي هغه برېښنا پاته شوه چې د اسرائیل څخه غزې ته ور غځېدلې.

باید وویل شي چې په دې ورستیو کې سعودي، امارات او مصر پر قطر په دې وجه بندیزونه لګولي چې ولي په فلسطین کې حماس ډلې ملاتړ کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

ستاخوهم دغه یوه سترگه نه معلومیژی هغه دآخر زمانی بدنوم ئ چی دی هغه خوبه نوی گوره پام …..