نړۍ

ایا سدیس په حرم شریف کې قطر ته ښیرا وکړه؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د سعودي مشهور قاري او د کعبې شریفې امام شیخ سدیس نن په تراوو کې داسي دعا وکړه چې د قطر سره د سعودي سیاسي اختلاف ځیني څرګندېدی او ښکارېده چې سدیس په ځانګړي ډول قطر ته ښیرا کوي.

نوموړي د قطر نوم نه دی اخیستی خو په دعا کې یې په مرموز ډول د «تروریزم» او د ملاتړو یادونه کوي او بیا ښیرا ورته وکړه.

باید وویل شي چې سعودي د حماس او اخوان المسلمین ډله تروریستان بولي او قطر تورنوي چې په مصر او فلسطین کې ورسره مالي ملاتړ کوی، کوم چې قطر ردوي او په دې مورد کې د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه کوي.

شیخ سدیس چې د حرمین شریفینو د ریاست مشر هم دی، ددغه ادارې له لارې پر قطر باندي د سعودي، امارات، بحرین او مصر بندیزونه وستایل او وې ویل کوم اجراءات چې د سعودي حکومت کړي، هغه پر ځای دی، د حرمینو شریفینو ټولو منسوبینو ته امر کیږي چې د حکومت له لوري صادر شوي اوامر ومني، د قطریانو سره دي اړیکې پرې کړي، که پر چا باندي داسي یو څه اثبات شوه چې د قوانینو خلاف ورزي یې کړې او د مشبوه کسانو سره یې اړیکه نیولې، قانوني چلند به ورسره وشي.

باید وویل شي چې که څه هم د سعودي حکومت اعلان کړی چې دوی به د قطر معتمرینو ته اسانتیاوي برابروي، خو عملا یې نه یوازي د قطر دولتي الوتکې سعودي ته بندي کړي دي، بلکې ټولې هغه تجارتي الوتکې سعودي ته د تګ څخه ممنوع دي چې د قطر څخه پرواز کوي.

سعودي همداراز د قطري بانکونو سره تعامل بند کړی او همداسي يې د قطر ریال په خپل هیواد کې ناچله اعلان کړی چې له امله یې د قطر څخه تلونکو معتمرینو او یا تللیو معتمرینو د هستوګني ځای نیولو او خوراک اخیستلو ستونزې وي.

بلخوا ځینو قطریانو پر ټولنیزو پاڼو ویډیوګاني نشر کړي چې حتی په هغو الوتکو کې نه پرېښودل کیږي چې د بل هیواد دي او له بل هیواد څخه د عمرې لپاره سفر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فروانه

سدیس وایي: ((کوم اجراءات چې د سعودي حکومت کړي، هغه پر ځای دی، د حرمینو شریفینو ټولو منسوبینو ته امر کیږي چې د حکومت له لوري صادر شوي اوامر ومني، د قطریانو سره دي اړیکې پرې کړي)) زه وایم چې ستا دغه خبري به موږ هغه وخت منلي وای چې تا خو اقلاً یو وار د سعودي د حکومت خبره رد کړې وای، بل څه نه دي هسي د ځان نمرې وُچتوې! د قطري مسلمانانو سره پرېکون صرف او صرف د مفتي الترامف په فتوی شوي دي وبس.

محمد

د قطر نوم نه یادوی – مطلب یی اصلی تروریستان یعنی امریکایان او دهغو ملګری دی –

غوربندی

د امریکا نوم هم نه یادوي محمد صاحب

د ترهګری ضد مرکز یی له حاج ټرمپ سره یو ځای تاسیس کړ نو چې اوس ترهګری ته ښېراوې کوي نو ایا خر به هم دا ونه مني چې هدف یې امریکا ده؟

الحاج استاذ بیانزی

زه دی ځینو (ږږږږږ) ته حیران یم چه د لویدیز د وکیلانو به شان په لغاتونو سطرنچ او یا حتی قیمار وهی ، دا که کوم کافر و ی خیر دی د کفر معنی د حقایقو پټوالی دی مګر که دا کس د مسلمانی دعوی کوی او د مجمد په شان سپیڅلی نوم هم لری په دغه یوه کرښه به خلک تیرباسی ، د جالان به خوښاله مګر د الله ج تیرویستنه ناممکن ده د الله ج تیرویستنه د ځان تیرویستنه او ځان وژنه ده

حنفی

دسعودی سلطنتی نظام دخپل عیش اوبقا لپاره دټولی اسلامی نړی ارزښتونه دلوی خطر سره مخامخ کړی مونژدسعودی واکمنانو ته پیغام ورکوو جه د الله ددین وارثین تاسو نه بلکه داسلامی نړی هغه واقعی علما دی چه دحق غژ دظالم پر وړاندی پورته کوی تاسی خو اوسهم داسلام دښمنانو ته دمسلمانانو له جیبونو څخه اخستل شوی پیسی دهبی په ډول په ملیاردو ډالر یوی مشهور یپاهشی ته ورکوی نو دسعودی ملت دنور دخپلو اجدادو په شکل راپورته شی اوداسلام دارزښتونو په خاطر د دا عیاشان ورک اوهغه ګواښونه جه حرمینوته متوجه دی هغه دله منځه یوسی

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx