افغانستان

حامد کرزي د بهرنیانو له لوري د ملکيانو وژنه غندلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ننګرهار ولایت په غني خیلو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکی وګړو وژنه په کلکو ټکو غندلې او خواشیني يې څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ننگرهار په غني خیلو ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د یوې کورنۍ د درې تنو پر وژنه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه. »

حامد کرزي ویلي چې افغانان د پردیو د مفاداتو لپاره په مظلومانه توګه قرباني کیږي، چې زه یې د تل لپاره مخالف یم.

د حامد کرزي اعلامیه:

باید وویل شي چې نن ورځ د غني خیلو ولسوال «عبدالوهاب» رسنیو ته وویل چې بېګا د شپې پر یوه بجه د شیرغر په سیمه کې پر بهرنیانو د چاودنې وروسته بهرنیو ځواکونو پر هغو ملکي وګړو ډزې وکړې چې د چاودنې ځای ته نېږدې وه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د یادې پيښې د تایید تر څنګ وویل چې د بهرنیانو په ډزو د یوې کورنۍ ۳ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

ویل کیږي چې د امریکایانو پر کاروان د چاودنې له امله د هغوی یو ټانګ ویجاړ شوی او عسکر یې په کښي وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند پيښي مسؤولیت په غاړه واخیست او د ۵ امریکايي عسکرو د وژنې خبر یې ورکړ.
عیني شاهدانو هم د پيښي د تایید تر څنګ ویلي چې امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x