نظــر

ایا سعودي د قطر معتمرین او حجاج له حرمینو څخه منعه کړي؟ / ویډیو او حقایق

عبدالرحمن

په داسي وخت کې چې د سعودي رسنۍ او بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د قطر معتمرینو ته به ټول امکانات او اسانتیاوي برابروي چې له مخي يې ددغه هیواد څخه راتلونکې مسلمانان وکولای شي چې خپل دیني شعایر په ښه توګه تر سره کړي.

خو ایا رشتیا هم داسي ده؟

لاندي یو څو حقایق دي چې هم سعوديان د خپلو ادعاتو تر څنګ انکار نه شي ځیني کولای:

۱- د قطر الوتکې سعودي ته پرواز نه شي کولای، بلکې د سعودي په فضا کې هم ممنوعه ده.

۲- د قطر څخه په نامه یوه الوتکه (غیر قطری الوتکې) هم سعودي ته پرواز نه شي کولای.

۳- قطریان حتی د نورو هیوادونو څخه سعودي ته د عمرې لپاره نه شي تللای، د مثال په ډول د عمان شرکت وايي چې قطریان د سعودي له لوري ممنوع دي.

ویډیو:

ورته ډیري ویډیوګانې پر ټولنیزو پاڼو نشر شوي خو پورته ویډیو یو مثال دی، یو قطری چی د خپلې کورنۍ سره یې غوښتل عمرې ته ولاړ شي، ویزې يې اخیستی، د قطر الوتکه خو ممنوع ده، ځکه یې د عمان الوتکې ټکټونه اخیستې، او همداسي يې په مکه او مدینه منوره کې ځان ته په هوټلونو کې کمرې نیولي دي، خو د عمان الوتکې مسؤولین ورته وايي چې د جدې په هوايي ډګر کې ورته ویل شوي چې قطریان ممنوع دي. ځکه معذرت غواړي.

۴- په قطر کې د سعودي سفارت بند دی کوم چې د عمرې لپاره د ویزو جاري کولو دنده په غاړه لري.

۵- سعودي د قطر د بانکونو سره تعامل بند کړی، د قطر هغه وګړي چې سعودي ته تللي، د خپلو اکاونټونو څخه پیسې نه شي را ایستلای.

۶- د قطر ریال په سعودي کې نه چلیږي، چې له امله یې د قطر څخه تللي معتمرین هلته په دغه ریالونو باندي نه ځان ته خوراک اخیستلای شي او نه هم دوا او نور ضروریات.

۷- د حرمینو شریفینو ریاست خپل ټولو منسوبینو ته اعلان کړی چې د قطریانو سره تعامل قانوني جرم دی.

۸- د سعودي دیني حلقه او د حرمین شریفینو ریاست په کلکه د خپل هیواد د سیاست څخه دفاع کوي او د کعبې تر څنګ قطر ته ښېرا کوي، په داسي یوه فضا کې به څرنګه قطری او یا هم د قطر څخه تللی معتمر د شیخ سدیس غوندي امام په سي لمونځ وکړای شي.

۹- ځیني هغه قطریان چې سږ کال یې د حج لپاره داخله کړې وه او نومونه یې د حج په قرعه کې را وتلي وه، د سعودي د تروریزم په تور لیست کې شامل دي.

باید وویل شي چې مکه او مدینه منوره د ټولو مسلمانانو مشترک مقدسات دي او له دغو مقدساتو څخه د مسلمانانو منعه کول په صریحو آیتونو او احادیثو حرام بلل شوي دي، چې د سعودي حکومت هم په پوهیږي او له همدې اتهام څخه د ځان ژغورنې په خاطر د خپلو رسنیو له لارې ادعا کوي چې قطريانو او په قطر کې مقیمو مسلمانانو ته به د حج او عمرې ټول تسهیلات وړاندي کوي خو ټول حقایق یې بیا هم پر خلاف دي.

ماته شخصا په سعودي کې د قطر څخه تللیو افغانانو ویلي چې په سعودي کې ریالونه ورسره دي، په سعودي ریال یې بدلولای نه سي، قطري ریال چې په خوا په دوکانونو کې چلېدل، اوس یې حتی صرافي والا نه اخلي.

که څه هم سعودي ځینو شرکتونو ته اجازه ورکړې چې د قطر څخه په بسونو کې هغه معتمرین بوزي چې له مخکي يې ویزې اخیستی، خو په هغو کې هم ډیری هغه معتمرین چې له مخکي يې ټکټان کړې وه، د سعودي حکومت د سخت چلند له ویري او همداسي د پورته ستونزو له ویرې پاته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x