پښــــتو ادب

مېخونه لنډه کيسه

د چپې پښې پرلينګي کلک ګوزار پرهوښ راوستم، د نمجن ځمکتل بوی مې حس کړ، په توره شپه کې مې د تېزې بتۍ رڼا سترګې پورته ليدوته نه پر ېښودې، په مخکې له څلورو خړو بوټو يوه په تشي کلک ګوزار راکړ، زګيروی مې په غبرګوخنداووکې ورک شو. په ماته ګوډه پښتو يې جوړه وويل :
-پورته شه ،جهادکوې!!
-جهاد….
نوره خبره مې په خوله کې کلکې لغتې ورکه کړه،چپ چخښتى مې لوند شو، توده وينه مې په ږيره کې ننوته.

  تر دواړو مټو نيولى يې په کښېدو_کښېدوه په څو زينوکې وخېژولم، د ماښام نرمې هوا مې طبعيت جوړکړ، داسې مې انګېرله چې دوه ورځې مې رڼا نه وه لېدلې، د غټ شيشه ايي تعمير په دراوزه کې ولاړ سړي نورو دوو ته وکتل

:_بزن بچيش!ايتو بزن که نام طالب از يادش بر!

ترڅنګ سړي مې برګ راته وکتل، هغه ته يې وخندل په زوره يې وويل

:-بان بچيش که باز ازفريادش ويديو نمى شه!

    تردروازې د ننه پر ښايسته غاليو دوى له بوټو سره روان و، ما ته بل وړ ښکاره شوه، ګونډه مې د زينې له ژۍ سره ولګېده، په قهر يې کش کړم:

:_بالاشو،بى غيرت رفته نه مى توانى؟

 

    په سريو غاليو په دوه پوړه زينوکې پورته شوم، دوى شاته شول، دوه نورو ترمټو ونيولم، په پوره بې پروايې په ځان پسې کشولم، مخامخ خونې په وره کې مې ګونډو کلک درد وکړ، مزبوت يې پرځمکه وويشتم، سرمې په تکو تورو بوټو ولګيد، پورته مې ورو وکتل، د تېزوګرپونو په رڼاکې مې د هغه قواره وپېژنده، په لاس کې يې اوږده مېخونه سره شرنګول، په زوره يې وخندل:

:_بالاشو،کوچى! نمى فهمى که اين ميخ ها دراين سر که درپاى ام هست رفتنى است!!!

پورته کېدل مې له لاسه وتلي وو،خوْغږونه مې اورېدل:

:_کمره راعيار کو؟

:_مرا چيکش ،چه کدى؟

:_اين صيب.

له ښي غوږ سره مې لکه اغزى تېره څه شى محسوس کړ، د چټک ضربې مې مېخ په سرکې نيم ننباسه، تېرې کوکې مې راوېښ کړم، دکلاى جنګي هماغه تياره ځکمتل و، زه پکې ژوندى وم. او د څلورو ملګرو د جسدونو خوشبويي لا ښه تازه وه.

پاى

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x