افغانستان

صلاح الدین رباني د امریکا د سفیر څخه په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپل دفتر کې د امریکا د سفیر سره په ملاقات کې یو ځل بیا د افغانستان د امنیتي ادارو د مشرانو لیري کول یوه «ملي اړتیا» وبلله.

نوموړی چې په کابل کې د جنازې په مراسمو کې د چاودنو څخه روغ وتلی دی، په کابل کې د بهرنیو سفیرانو سره لیدنې کتنې زیاتي کړي دی او هغوی ته د ګډحکومت پر ضد خپل موقف تشریح کوي.

صلاح الدین رباني په دې وروستیو کې دیوه خبري کانفرانس له لاري پر ولسمشر او ګډحکومت نیوکې وکړې او وې ویل چې د ګډحکومت امنیتي سکتور وزیران او مسؤولین د کابل په امنیت ساتلو کې پاتې راغلي دی، باید له دندو څخه وشړل شي.

نوموړي په ځانګړي ډول د ملي امنیت مشارو حنیف اتمر، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر اشرف غني د رباني د خبرو په جواب کې وویل چې نوموړی په حکومت کې یو مسؤول کس دی، باید چې مسؤولانه څرګندوني وکړې.

صلاح الدین رباني چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دی، د جمعیت ګوند مخکښ مشر او د ولسمشر اشرف غني د سرسختو مخالفینو څخه شمېرل کیږي، د شنونکو په نظر که څه هم ولسي جرګې د نوموړي څخه د اعتماد رایه اخیستې، خو بیا یې هم ولسمشر د ګوښه کولو توان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The problem starts with Salahuldin Rabani, why would he be the minister of foreign affairs?, is this because he is the son of Late Rabani? this the the beginning of the problems.

مجيب الرحمان

The main and basic problem within the government is is that they choose sons of warlord chieftains, majors and thieves because the USA and NATO countries are not interested in Afghan transparent government or accountable to the people but instead they want them to continue so that they can have their interests of minirals and keep the country in colony to use it against other country for war and business affairs.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x