افغانستان

شاهین قول اردو برید: د ملي اردو لسګونه افسران او سرتیري محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): په شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د طالبانو د برید په قضیه کې یوې ابتدايي نظامي محکمې لسګونه افسران او سرتیري له یوه تر دوه کلونو په بند محکوم کړي دي.

په محکوم شوو کسانو کې د شاهین قول اردو قومندان او رییس ارکان هم شامل دي.

په شاهین قول اردو د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۱۳۶ تنه عسکر وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

ګډحکومت ژمنه کړې وه چې له هغه افسرانو او سرتیرو سره به جدي چلند وکړي چې په وظیفه کې یې غفلت کړی دی.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي چې د ملي اردو ۴۸ تنو څخه پوښتنې ګرویږنې وشوې چې له منځه یې اته تنه بېګناه وپېژندل شول.

هغه زیاته کړله چې ابتدايي نظامي محکمې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان مومند کټوازی او همدا راز د دغې قول اردو رییس ارکان د وظیفوي غفلت په تور په یو کال تعلیقي حبس محکوم کړي دي.

رادمنش وویل چې د محکوم شوو ۴۰ تنو څخه ۹ یې په دوه کاله او یو شمېر يې په یو کال تنفیذي حبس محکوم شوي دي.

محکوم شوي افسران او سرتیري د استیناف حق هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x