
په ننګرهار کې د وژل شویو امریکايي عسکرو هویت په ډاګه شو / انځورونه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): هغه ۳ امریکايي عسکر چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه افغان کماڼدو په ډزو وژل شوي ول، هویت یې د امریکايي پوځ له لوري څرګند شو.
په وژل شویو کې یو د میرلانډ ایالت د بالتیمور ښار څخه سارجنټ «ریک ایم هوک» وو، نوموړي ۲۵ کاله عمر درلود. دوهم د کالیفورنیا ایالت د بارسټو ښار څخه سارجنټ «ولیم ایم بیز» وو، نوموړي ۲۹ کاله عمر درلود. دریم عسکر د شمالي کارولاینا ایالت د یونګسویل ښار څخه ۲۲ کلن «ډیلن سي بالډریج» وو.

باید وویل شي چې د دغه برید خبر تر ټولو مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورکړ او وې ویل چې ددوی یوه نفوذي عسکر په اچین ولسوالۍ کې ۴ امریکايي عسکر ووژل، خو وروسته د امریکایانو له لوري د خبر د تایید تر څنګ وویل شول چې ۳ تنه مړه او یو بل ټپي شوی وو. مجاهد وویل چې نفوذي افغان کمانډو وروسته د نورو افغان عسکرو له لوري په متبادلو ډزو کې ووژل شو.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن وویل: زمونږ خواخوږي او دعاګاني د امریکايي عسکرو د قربانیانو سره مل دي، مونږ به کله هم دوی هېر نه کړو او دوی چې د کوم هدف لپاره قرباني شوي هغه ته به ژمن واوسو.
امریکا اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ رسمي عسکر لري چې افغان عسکرو ته روزنه ورکوي او همداسي د جګړو او چاپو پر مهال د هغوی سره ملګرتیا کوي، خو د جنرال نیکولسن په وینا جګړه د بندوبست سره مخ ده ځکه د نورو عسکرو اړتیا ده، چې نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې په اړه د تیرو څو میاشتو راهیسي په اړه فکرمند دی.