
مټیس وايي ژر به د افغانستان ستراتیژي د ټرمپ سره شریکه کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزیر جیم ماټیس تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان ستراتیژي د ولسمشر ټرمپ سره شریکه کړي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر سره سم نوموړي زیاته کړې چې په دغه ستراتیژي کې به یوازي افغانستان نه وي شامل، بلکې د افغانستان د قضیې لیري شریکان او سیمه ایز هیوادونو باندي به هم ترکیز کیږي.
ماټیس ددې تر مخه هم ویلي وه چې ستراتیژې نهايي شوې خو د ولسمشر د موافقې لپاره هغه ته نه ده وړاندي شوې.
باید وویل شي چې ددې تر مخه د امریکا د ملي امنیت مشاور مکمسټر هم رسنیو ته ویلي وه چې په نوې ستراتیژې کې به پاکستان کې هم شامل وي.
د یادوني وړ ده چې د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په فروري میاشت کې د امریکايي او ناټويي ځواکونو عمومي قومندان په کانګریس کې د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان جګړه د بندوبست سره مخ ده، ځکه نو باید اضافي ځواکونه منظور شي تر څو د جګړې په ساحه کې افغان ځواکونو ته مشورې ورکړې او د اړتیا په صورت کې د ښارونو څخه دفاع وکړي.