نړۍ

قطر: د خليجي بحران لامل ایران او الجزيره ټلويزون نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): د قطر د باندينيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي، چې د قطر او ځينو خليجي دولتونو د راپورته شوي سياسي بحران څرګند لامل نه دی معلوم، خو په وينا يې دی پر دې باوري دی، چې د دغه بحران لامل ایران او الجزيره ټلويزون نه دي.

عبدالرحمن آل ثاني د فرانسې پلازمېنې پاريس کې رسنيو ته وويل، چې هېواد يې له خليجي هېوادونو سره د امنيتي ګواښونو په اړه بحث او مخامخ خبرو ته تیار دی، خو زياته يې کړه، چې «قطر د بهرنيو هېوادونو امرونو منلو ته نه دی تیار.»

د قطر د بهرنیو چارو وزير دا هم وويل، چې «زموږ د هېواد د بهرنۍ تګلارې په اړه پرېکړه یوازې زموږ حق دی او بل څوک دا نه شي کولی، چې په دې اړه قطر ته لارښوونې وکړي.»

آل ثاني دا هم وويل، چې د قطر مخالف هېوادونه دې د تورونو پر ځای په اصولي توګه له قطر سره خبرې وکړي.

د الجزيرې ټلويزون د خپرونو په اړه د قطر د بهرنيو چارو وزير وويل، چې دا د قطر کورنۍ خبره ده، په دې اړه به له چا سره خبرې ونه کړي او نه به هم د چا امرونه په دې اړه ومني.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې، چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر له قطر سره هر ډول اړيکې او ټولې لارې تړلي، ایران او ترکيې قطر ته زرګونو ټنه خوراکي توکي لېږلي دي.

عربي رسنيو خبر ورکړی، چې تېره شپه مراکش هېواد هم د خوراکي توکو يوه ډکه الوتکه قطر ته لېږلې ده.

د مراکش چارواکو ويلي، چې د خوراکي توکو مرسته د خليجي هېوادونو له بحران سره اړيکه نه لري، بلکې دا د قطر له ولس سره د مراکش همکاري ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x