اسلام ته دټولو اړتیاده

محب الله ذاکر

دنړۍ ټول خلګ د اسلام مبارک دین ته ضرورت لري، ځکه چي اسلام د سلامتۍ دین دی او که چیري خلګ د اسلام دین ونه مني، نو بي له شکه چي د زیاتو مشکلاتو سره به مخ سي.

مثلا : که د نړۍ لویو دولتونو ته وګورو، هلته چي د اسلام مبارک دین نسته، نو د هغوی قوانین ډېر ظالمانه دي، په خاصه توګه د غریبو او ناداره خلګو لپاره او همدارنګه اخلاقي ناروغیاني پکښي له حده ډیري زیاتي سوي دي.

کېدای سي چي تاسو د ایډز(AIDS) د کنفرانس په باره کي اورېدلي وي چي د (۲۰) کلونو په موده کی یعني د (۱۹۸۰) م کال څخه بیا تر (۲۰۰۰) م کال پوري شل میلیونه خلګ د دغي وژونکي ناروغۍ په اساس هلاک سويدي.

چي د دوی څخه تر ټولو کم ترین تعداد د اسلامي هیوادونو څخه دی او کېدای سي چي دا تبعي نتیجه وي او دغه مرض الله تعالی جل جلاله د دین او شریعت څخه لیري وي.

که چیري موږ اسلامي فتوحاتو او جنګونو ته وګورو، نو په هغه کي یو پرسلمه (۱۰۰/1) برخه د شل میلینو هم ندي وژل سوي.

علاوه پر دې چي (۳۷) میلیونه نور انسانان د دغه وژونکي ناروغۍ له امله د مرګ انتظار کوي، چي دا ټول د اخلاقي فسادونو او د اسلام د مبارک دین څخه د لیري والي او د الله تعالی جل جلاله د حکمونو څخه د نافرمانۍ نتیجه ده.
——————————–
ماخذ : اندلس له فتحي ترسقوطه
محب الله ذاکر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د