شعـــــرونه

غزل/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

خړ ګردونه بړبوكۍ دي وطن وران دى
څه د غم سړې سيلۍ دي وطن وران دى

كلي ړنګ كورونه ړنګ ميندې شوې بورې
د يتيم پر خولې سلګۍ دي وطن وران دى

لويه خدايه غاټولان مو پر ملا مات دي
ورېدلې پرې ږلۍ دي وطن وران دى

تور خزان زمونږ پر چم باندې راغلى
رژېدلې ګل غوټۍ دي وطن وران دى

هم شپونكي مو په سرو وينو باندې رنګ دي
هم خاموشې يې شپېلۍ دي وطن وران دى

اوس ټپې د ننګ غيرت نه كړي زلمو ته
اخ شهيدې ملالۍ دي وطن وران دى

د زلمو سينې مرميو غلبېل كړي
رنګ په وينو يې پګړۍ دي وطن وران دى

( فيضاني ) ګودر په وينو باندې رنګ دى
ترهېدلې ښاپېرۍ دي وطن وران دى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x