افغانستان

ايراني عسکرو يو ځل بيا افغانان وژلي

د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې، يو شمېر هغه افغانان چې ايران ته د مزدورۍ لپاره روان وو؛ په سرحدي سيمه کې د ايراني عسکرو لخوا وژل شوي او ځينې نور يې ټپيان دي.

د نيمروز والي سرور ثبات وايي، ۱۶ افغانان چې له افغان سرحده د اوښتو پر مهال د ايراني عسکرو لخوا په نښه شول چې ډېری يې پکې وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي. ځينې نورې سرچينې وايي چې، ۳۷ افغانان ايران ته په يو بس موټر کې پر لار وو چې د ايراني عسکرو پرې ډزې وکړې چې ډېر شمېر يې وژل شوي او نور يې ټپيان دي.

د دغو مساپرو یقينې هويت نه دی روښانه شوی، خو ويل کيږي چې، ډېری يې د کاپيسا ولايت دي. مشرانو جرګه کې د نيمروز د خلکو وکيل نور محمد نوري ويلي چې د افغانستان امنيت شورا او د بهرنيو چارو وزارت چارواکي د ايران حکومت سره په تماس کې دي، خو ايراني چارواکي په دې اړه هيڅ مرسته نه کوي.

د يادونې وړ ده چې، دا لومړی ځل نه دی ايران ته تلونکي افغانان د ايراني عسکرو لخوا وژل کيږي، بلکې داسې پيښې تقريبا اوس معمول ګرځيدلي، مګر افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم جدي غبرګون نه ښودلی.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x