د رسول الله (ص) خواړه

محب الله ذاکر

أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ وَالتِّرمِذِيُّ وَالنِّسَائِيُّ وَأَبُودَاوُدَ-وَهَذا لَفظُ البُخَارِيُّ-
عَن أَنَسٍ بنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ : دَخَلتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ عَلي غُلاَمٍ خِيَاطٍ , فَقَدَّمَ إِلَيهِ قِصعَةَ ثَرِيدٍ وَعَلَيهِ دُبَّاءٌ , قَالَ : وَأَقبَلَ عَلي عَمَلِهِ -يَعنِي : الغُلاَمُ – قَالَ : فَجَعَلَ النَّبِيُّ يَتَّبِعُ الدُّبَاَءَ قَالَ أَنَس ُ: فَجَعَلتُ أَتَتبَعُهُ , وَأَضَعُهُ بَينَ يَدَيهِ قَالَ : وَمَازِلتُ أُحِبَّ الدُّبَاءَ .

ژباړه : انس بن مالک رضی الله عنه وایی : زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوه ګنډونکی هلک ته ورغلو هغه ده ته دماتی ډوډۍ کاسه کیښودله چی کدوهم پری پروت و او هغه هلک بیرته په خپل کار پیل وکړ. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم کدو ورټولاوه او خوړ به یی انس وایی : نو مابه هم کدو راټولاوه
او درسول الله صلی الله علیه وسلم مخته به می کیښود او له هغه راهیسی زه له کدوسره مینه لرم .

فائدې:

(۱)په خپله خوښه د ماشوم کار کول کوم بد کار ندی ،

(۲)میلمه ته ډوډۍ کیښودل اوپه خپله په کار بوختیدل روا کار دی او دا کومه بدی نلری .

(۳)دداسی ډوډۍ یا میوی کاسه یا لوښۍ چی اجزاء یی یوبرابر وی او توپیر ونلری په دی صورت کی باید سړۍ له خپل لوری ډوډۍ او میوه وخوری او که برابر نه و بیا کولی شی چی له کوم لوری یی خوښه وی ویی خوری .

(۴) کوم مشراو میلمه ته په کاسه او دسترخوان کی ډوډۍ برابرول
او ورمخته کول ښه کار دی

(۵) له کدو سره مینه کول ښه کار دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم
له کدو سره مینه لرله.

(۶) که یوڅوک تاسو ته په خپل لاس ډوډۍ برابروی بایدکرکه تر ونشی او په مینه باید د هغه دلاس خواړه وخوړل شی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د