د تحصن خیمې که د بدماشۍ پاټکونه؟!

نن ټکی اسيا- سرليکنه

له تیرو دوولسو ورځې راهیسې د تحصن کوونکو په نوم یو شمیر کسانو د کابل ښار په مرکزي څلور لاریو کې خیمې نصب کړې او کابل ښاریان یې په شته ستونزو سربیره د تګ راتګ له سختو مشکلاتو سره مخ کړی.
که څه هم په خیمو کې د تحصن په پلمه راټول شوی کسان ادعاء لري چې دوئ دا کار د کابل ښاریانو په استازولي او د هغوئ د حقونو د ترلاسه کولو لپاره پیل کړی خو په حقیقت کې کابل ښاریان هم له تحصن کوونکو او هم د ګډ حکومت له بيواکې نور تر سپوږمو رسیدلي دي.

تحصن او د سوله ییزو لاریونونو تر سره کول په هغو نظامونو کې د ولسونو دیموکراتک حق دی چې د هغو چارواکي د هغوئ د اساسي قانون د حکم مطابق د خپلو ولسونو په رآیو ټاکل شوي وي.

خو د ګډ حکومت په څیر لاسپوڅی نظام چې خپله تحصن کوونکي هم ورباندې اعتراف لري چې هغه د هیواد د اساسي قانون خلاف د جان کیري د سیاسي توافق نامې په اساس منځته راغلی څرنګه شونی دی چې یو محدود شمیر تحصن کوونکي یې د تشو خیمو په نصبولو سره د دیمکراتیکو اصلو رعایت ته اړباسي؟

که واقعا هم په اصطلاح تحصن کوونکو د ولسي غوښتنو د دفاع په خاطر تحصن کړی وي نو ولس خو دا تیر ۱۷ کاله د همدې رژیم له فساد او بي کفایتۍ څخه ځوریږي ، ولي یې تر اوسه د هغه په دې ټولو نیمګړتیاوو، فساداتو او نا اهلیو سترګې پټې کړي وي؟

ایا تحصن کوونکي په دې نه پوهیږي چې ارګ میشتي ښاغلي د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په ښه کولو کې د هرډول تغیر له منځته راوړو ناتوانه او یواځې د امریکايي سفارت د مامورینو په حیث هغه څه تر سره کوي چې امریکايي مصالح تضمیتوي .

اصلي خبره دا ده چې د ګډ حکومت د بیوسۍ او د تحصن کوونکو په نوم د اوباشانو د بدماشۍ دواړو ترشا د هغو امریکايي حلقاتو لاس دی کوم چې ۱۷ کاله وړاندې یې د دغسي ګډوډیو، بي نظمیو او تباهیو لپاره پر افغانستان یرغل کړی او د افغانستان استقلال یې سلب کړی.

که له په اصطلاح تحصن کوونکو څخه د امریکايي سفارت حمایت نه وي یوه ورځ هم نشي کولای د کابل
عمومي څلور لاري بند او په هغو کې د تحصن خیمې ودروي.

ایا د کابل بلواکی حکومت چې د وسلې په زور په ټولو ولایتونو کې د هغو خود جوشه ولسي لاریونونو چې د امریکايي یرغلګرو لخوا د مقدساتو د توهین په مقابل کې راوتلي د ځپلو او له منځه وړلو توان لری په کابل کې د تحصن په پلمه د تشو خیمو لیري کولو توان نه لري؟

واقعیت دادی چې د امریکايي دیموکراسۍ له لمنې زیږیدلي لنډه غر نه د تحصن په مفهوم پوهیږي او نه ورسره د ولس د ضائع شویو حقونو د اعادي سوچ شته ، بلکې هغوئ چې نن د تحصن په نوم په لارو کې خالي خیمې نصب کړي موخه یې داده چې د دغو په اصطلاح دیموکراتیکو پاټکونو په ایجادولو سره خپلې بدماشۍ په ارګ میشتو نا اهلانو په زور ومني او له دې لارې نورهم افغانان او افغانستان له مزید بحران سره مخ کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.