karzai with khursheed

هندوستان افغانستان ته هلیکوپټر الوتکي ورکوي

د هندوستان وزیر خارجه چي تیره ورځ د ولس مشر حامد کرزي سره کندهار ته تللی وو، او هلته یې د زراعتي علومو او ټیکنالوژي په اړه یو پوهنتون پرانیستی، چي د هندوستان په مرسته جوړ شوی وو، د بیرته ستنیدو په وخت کي په الوتکه کي د هندي رسنیو خبریالانو ته ویلي چي دوی به په راتلونکي څه موده کي افغانستان ته یو شمېر هلیکوپتر الوتکي ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چي مونږ به افغانستان سره لوجستیکي مرسته هم وکړو، او کیدای شي په راتلونکي کي ددوی مسافر وړونکي الوتکي بیا له سره ترمیم او د استفادې وړ وګرځوو.

نوموړي د هلیکوپترو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي چي څومره به ورکوي، او نه یې دقیق وخت ښودلی، خو ویلي چي ډیر ژر به داسی وکړي.

د یادوني وړ ده چي په تیر کال کي ولس مشر حامد کرزی هند ته په سفر کي د هغوی څخه د عسکري کومک او عسکري آلاتو مرسته غوښتې وه.

د هند وزیر خارجه سلمان خورشید وویل چي هند ته افغانستان ځانګړې خصوصیت لري، او هند به هر هغه څه ورکړي، چي افغانستان ورته اړتیا لري.

تیره ورځ په کندهار کي ښاغلي کرزي ویلي وه چي هند دوی نه دي مایوسه کړي، نوموړي وړاندي ویلي وه، چي دوی له هنده ډیر خوشحاله دي، او د هغو کومکونو څخه یې مننه کوي، چي د افغانستان سره یی کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د