شعـــــرونه

غزل/ عرفان الله عرفاني

 

عرفان الله عرفاني

راټولومه په لمن کې ستوري
څه په څادر کې،څه کفن کې ستوري

څومره بې شمېره له مداره وتي
خواره واره دي په وطن کې ستوري

سپوږمۍ پرې وايي له ډېر غمه ساندې
دانه دانه ږدي په لګن کې ستوري

لمر راروان دی جنازې لپاره
کتار کتار ايښي مدفن کې ستوري

د اسمان غېږه به ترې ډکه چې وه
نه ښکاري اوس په ماخوستن کې ستوري

را ورېدلی دی شبنم پر دښتو؟
که چا شيندلي دي چمن کې ستوري

(عرفاني) ځمه ترې آمېل جوړوم
را ټوکېدلي په ګلشن کې ستوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x