دیني، سیرت او تاریخ

د روژې فقه ((14 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۹۶: سوال: د اکسیجن ماسک په روژه کي لګول څنګه دی؟
ځواب: د اکسیجن ماسک لګول هیڅ پروا نلري که چیری د هوا سره بل شی و حلق ته داخل نشي.
(فتاوی عثمانی ۲/ ۲۱۳۳/ ۲۷ج)

۹۷: سوال: د روژې د فدیې اندازه څومري ده؟
ځواب: د نن سبا په حساب سره د روژې فدیه پاوکم دوه کیلوغنم او یا ددې قمیت دی.
(فتاوی عثمانی )

۹۸: سوال: پروسږ کال ناروغه شومه، روژې مي نه دي نیولي اوس یې قضاء راوګرځوم او که یې فدیه ورکړم؟
ځواب: که یوڅوک داسی ناروغه وي چی بیا بدني توان نشی پیداکولای فدیه به ورکوي ،او که یو څوک داسی ناروغه وي چی بیا بیرته درست کیدای شی او قوي کیدای شي نو که ئې فدیه ورکړي هم وي قضاء ئې واجبیږي.
(فتاوی عثمانی ۲/ ۱۰۶۰/ ۲۸ج)

۹۹: سوال: د روژه مات پر مهال د اذان وخت نه وو او یو چا اذان وکړ روژه مي ماته کړه روژه مي څنګه ده؟
ځواب:که د راډیو له لاری، تلویزون له لاري او یا یوکس یا امام بې وخته اذان وکړي او بیا روژه ماته شی او وروسته معلومه شي چی وختی دی او د روژه مات وخت نه دی، نو روژه خو ماته شوه کفاره ئې نشته قضاء دی راوړي.
(فتاوی عثمانیه۲/ فتوانمبر۹۶۰/۲۸ج)

۱۰۰: سوال: که پیشلمی د غلطي نقشې له کبله په صبح صادق کي وشی دا څنګه دی؟
ځواب:که چیري په غلطۍ سره یا د اذان له کبله او یا هم د نقشې دغلطۍ له کبله پیشلمی د صبح صادق وروسته وشی روژه فاسده ده اوقضاء به یی راوړي.
(فتاوی عثمانی ۲/ فتوانمبر۹۵۵/ ۲۸ج)

۱۰۱: سوال: که یو څوک په قصد سره تر لمر لویدو مخکي روژه ماته کړي دا څنګه ده؟
ځواب:که په قصد سره یو څوک خپله روژه د لمر لویدو مخکی ماته کړي او یا بل څوک ئې مجبوره کړي دا سخته ګناه ده په دغه صورت کي قضاء او کفاره دواړه شته.
(فتاوی عثمانی ۲/ فتوانمبر۱۱۹۵/۳۲)

۱۰۲: سوال: ایا نسوار کول روژه ماتوي که یا؟
ځواب:په نسوارو سره روژه ماتیږي دا ځکه نسوار په خوله کي ایښودل د خوړلو په حکم کی داخل دی.
(فتاوی عثمانی/ فتوانمبر ۶۳۲/ ۱۹ الف)

۱۰۳: سوال: که داسی شی و خوړل شي چي نه د خوراک وي او نه د درمل روژه څنګه ده؟
ځواب:که یوداسی شی و خوړل شي چي نه د غذا او نه هم ددوا لپاره استعمالیږي لکه کاغذ، شګي، او داسی نور… نو روژه ماته شوه قضاء ئې شته خو کفاره ئې نشته.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۰۴: سوال: که د پیشلمي ګوله په خوله کي پاتي وی او و خوړل شي روژه څنګه ده؟
ځواب:که چیری د پیشلمي ګوله په خوله کي پاتي وي او سهاردا کس راویښ شو او هغه ګوله تیره شوه قضاء ئې شته کفاره نشته، خو که ئې دا ګوله د خولې څخه راویستل او بیائې و خوړل قضاء او کفاره ئې دواړه شته.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۰۵: سوال: که د بدن خوله یا اوښکې په زیاته اندازه سره تیري شی روژه څنګه ده؟
ځواب:که چیری د اوښکو یا خولې یو یادوه څاڅکي و خولې ته ولاړشی روژه نه ماتیږي او که ډیري ولاړي شي او د اوښکو او خولې د مالګي خوند په خوله کي حس شي او تیری شي روژه ماته ده.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۰۶: سوال: که د سترګو د دوا حس په خوله کي وشي روژه څنګه ده؟
ځواب:که په سترګه کي دوا واچول شي او خوند ئې په خوله کي حس شي روژه نه په ماتیږي.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

۱۰۷: سوال: که نر ښځه مچ کړه او یا ښځې نر مچ کړ روژه څنګه ده؟
ځواب:که نر ښځه مچ کړل او انزال شو روژه ئې ماته شوه، همدارنګه که ښځې نر مچ کړاو انزاله شوه روژه ئې ماته شوه اوختمه شوه.اوکه انزال صورت ونه نیسی دا کار مکروه دی.
(قاموس الفقه ټوک۴/ ۲۹۲)

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x