نظــر

بی وسه انسان اود امریکا ټاکنې

اسدالله رزين

انسان د بی وسي په ځورونکي اندیښنه کې اوسې. خپل واکونه ورته د بسنې وړ نه ښکاريږيږي . د پر ما څه نه ده جوړه احساس تر ستوني نیولی ، ټولې غوښتنې اوارادې ورته خیالي او هسې په تشه کې لیکنه ایسې.اوهیڅکله هم نسې کولای چې ده ته له دغه څه چې پکې دی بل څه ورکړي. آن تردی چې کله کله،خو خپل شتون هم ورته ملنډې او بی معنی ښکاره سې.او چې دا ور پیښه ده همدغه خپل فطرت او د خلقت فلسفه مني، نو ځکه تری د وتلو نه هڅه کوي او نه هم ځان مکلف بولي.

انسانیت ته المیه ور پیښه ده! داسې المیه چې د تاریخ یی ساری نه ده په یاد. او همدغه لامل دی چې د مخنیوې په لاره کې یی لاس ترزنې او د پری لورول سویو ټولو نارواؤ منلوته سترګې په لاره ناست او د یو پر بل پسې ناخوالو او بد مرغیو د لابراتوار رول مخ ته بیایی. د یو بی موخې موجود په څیر شتون لري ، د پریکړې واک یی ړوند ، د فکر سیمه یی کلابنده ، د ناهیلیو د توپان څپو یی لاس او د عقل واکونه ور مهار کړي او د څه کولو اراده یی ورشنډه کړې ده.

یاد ناورین له انسان سره د یوې اوږدې دښمنې یاد تازه کوي: د هغې دښمنې د پایلو پایله ده کومه چې انسان دښمن لوري په ډیره ځیرکي او ژور غور سره تر لاسه کړې ده.

دا بیخې ډاګینه ده څوک چې تاریخ پیژني هغه له تاریخه زده کړي تر لاسه کوي، بدلون انساني ځانګړنه بولې، نوښت مني او له برکتونو یی لمنې ډکوي.

او هرڅوک چې تاریخ نه پیژني هغوی هرومرو د تاریخ د غمیزو په تکرار محکومیږي.

لکه د نن انسان چې یوه لویه برخه یی د نویو ناورینونو ښه راغلي ته ځان تیاروي، غلامي ته آزادي وایی ، دربل کیدو ته غاړې ورغزوي او د پرمختګ ، ښیرازي او ځپلواکي په تعبیر یی تعبیره وي.

انسانیت په سخته ناروغي ناروغه ، ددرملني ټولې هیلې یی له لاسه ورکړې دي. د خود ساخته مظلومیت میلمه او د ویر کوربه دی، له ګواښونو او ویرونو سره مخ ده. د افسوس خبره دا نه ده چې انسانیت ولې ناروغ اوولې ستونزې ورپیښیږې. بلکې د افسوس خبره داده چې ولې یی نه سې محسوسولی چې څه ور پیښه ، څه پری را روان اوڅه کول ورته په کاردي.

شیطان هم کرار نه دی ناست او په ډیر مهارت سره خپله لرغونې دښمنې کاروي. غلیم ته د سا اخستو وخت نه ورکوي. په اندیښنو کې یی را ګیر کړی، د فکر مجال یی تری اخستی، خپلې پڅې چړې د بی وزلي انسان په وینوککړوي. د انسي شیطانانو زغم ور ساتي او لوړوي، په تدبیرونو کې یی اړینه مرسته کوي. په ځمکه د شیطاني نظام د دودیدو لارې چاري ور ښئ، د مخامخ کیدو درسونه ورته وایی، لنډ مهالي او اوږد مهالي طرحې په لاس ورکوي،‎د روزه نیزو پنډغالو چمتو کولوته یی هڅه وي، هم خپلې کړې ژمنې سرته رسوې او هم له انسان سره ددښمنې هوډ پالي. چې ترډیره بریده خپلو موخو ته رښتینی اوپه چوپړ کې پاته سوی، له انسانه یی د انسانیت د ورکې پوره غمه خوړلې، او د ځمکې پر مخ د روانې مبارزې ډګر یی تری ګټلی دی.

شیطان نه دی قانع او لګیا ده د ځمکې پر مخ شیطان صفته څیرو ته ځمکه پسته وي ترڅو د انسان اوسیدلو شونتیا چورلټ ړنګه، انساني ارزښتونه له منځه یوسي اوپه انساني خټه پورې تړلی فرهنګ وسوځوي.
د همداسې کولو لپاره ددوی هڅې بریالی دې. نیژدې ډیری انسانیت یی تر خپلو شیطاني موخو جار کړی او دی ته یی اړایستی تر څو د شیطاني ځواکونو واکمني ته په ګانډو او منلوته یی ددره ناوي سرونه وښوروي. دوی دداسي شالید د جوړیدو ذمه واري سرته رسولې په کوم کې چې په انسانیت د تیښتې لاري تړلي دي. ګویا انسان داسي تلقین سوی چې بله لار هډو شته نه. په دی معنی دوی وتوانیدل چې د نجات د لارې په هکله مصنوعي وریځې اوتیارې جوړې کړې، داسي خنډونه را مخ ته کړي ترڅو په انسان کې هغه لور ته پام اړول یا زیانمن او یا نا شونی کړي، په هغو پوري د باور مراندې یا اومړې اویا یو مخ وشلوي.

او لاهم لګیا دي او د (۱۴)پیړۍ د نبوي احادیثو د منکرینو له کاره لویدلې او زنګ وهلې حربه بیا کاروې تر څو د قرآني ژباړې یواځنی ژباړن او د خدای په حکم یواځنی امین او کافي ساتونکی یا چوکیدار یعنی د (متبرکو احادیثو) په اړه د اندیښنو او بی باوري بټۍ ګرمه او سوځیدلی انسان بیا پکې وسوځوي. او د شیطاني زور واکو، زورواکي، زورواکې پاته سي.

هو! د یویشتمي پیړۍ پر مخ تللې، د آزادې آواز، په دموکراسې مین او مخکښ، د لویدیز د مدنیت بیلګه، په فکري هستي هستمن، د کمپیوټري دور استاذي او د مقاومت اوسپنیز دیوال انسان هم ورته سلامي شو، ددی ناورین مټي یی ور کشیکشلی. او په ټوله بی صبري او مینه کې د ځمکې پر مخ د لوی شیطان د ټاکنیز بهیر په چوپړ کې پاته او آن تر ټاکل کیدو پوري یی دغه انسان سوځونکي او انسانیت خوړونکي بهیر ته تیل ور وشندل.

د جنوري شلمه نیټه هر کال د جنوري شلمه نیټه وي، خو د ۲۰۱۷م کال د جنوري شلمي په ښکاره د نورو عیسوي کلونو له شلمې نیټې سره توپیر درلوود.

د ۲۰۱۷م کال د جنورې شلمې نیټې د انسانیت په غاړه کې کړۍ نوره ور تنګه کړه، هرڅه یی پری هیر کړل، په ډیره ټیټه کچه د انسانیت د تمثیل اجازه نه وه، نا هیلې واکمنه، په خدای ورکړیو صلاحیتونو باور وروستۍ سلګۍ وهلې، لید لوری یو په ګوته سوی ؤ او هغه هم د لوی شیطان د ټاکلو شیبه شمارې.

د انساني نړۍ په هر ګوټ کې نتلی انسانیت په ټولو حواسو او احساساتو هغه لور ته مخ وراړولی ؤ او روان شیطاني بهیر یی تر سترګو تیراوو چې د (ډونالد ټرمپ) د بري آواز یی په داسي حالت کې غوږونه ور وو بوږ نول چې ډیرو هیڅ پیژاند نه. او انسانیت بیا د جنورې د شلمې پردیس او ورته سترګې په لاره شو.

د جنورې شلمه راورسیده . سترګې په لاره حالت نور د پای ته رسیدو بڼه خپلوله ، هر چا په خپلو رسنیزو وسائلو له نوې سره لاس وواهه چې مکړه په ټاکلې مهال کې کومه ستونزه را منځ ته نه سې او د ژمن منظر له لیدو بی برخې نسو پاته.

لید لو ری هغه ؤ کوم چې د خدای له عظمت او جلال سره ددښمني، د انسان لپاره د خدای له دین سره د کرکې، د خدای د آخري استاذي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د نور اهانت ، انسانیت د حیواني کیدو اود قدس د یهودي کیدو د ژمنو او اعلان په سترګکونو کې ددوی په آند د یوه خیالي دین تر سرلیک لاندي اعلانیده.

او محکوم انسان د څه ویلو او نه منلو توان نه درلوود. او له ځان سره ددښمني اعلان ته یی د اطاعت سرونه ښورول اوپه ډیر سر ټیټې حالت کې یی د اعلان سیمه او د وجدان په حکم یی د خپل جرم شمیرې شمار لې.

او د مسلمان هغې (خیلا) چې په داسي حالاتو کې یی ځانګړنه او د ما فی ضمیر حکم ؤ هم ځان نه سوای ښکارولای.

د زه څوک او ته څوک توپیر چورلټ سیمه پری ایښې وه.

نر هغه ؤ چې په یاده باره کې د فضیلت ډیر دلیلونه وتراشي او د خپل قرب مظاهره وکړې.

په درناوي اسدالله (رزین)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x